"برما کې د مسلمانانو ۱۰زره کورونه ویجاړ شوي"

د خپريدو وخت: 10:44 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

ملګري ملتونه وايي په برماکې کې د تاوتريخوالي له امله ۸۰زره کسانو خپل کورونه پرېښيي دي.

د برتانيا چينل فور تلويزيوني شبکې د یوه راپور پر بنسټ په برما کې د وروستيو شخړو په پايله کې د مسلمانانو ۱۰زره کورونه وېجاړ شوي دي.

د چينل فور يا د برتانيا څلورم تلويزيونې کانال دغه راپور له هغه وروسته خپور کړ چې یوې خبري ډلې يې د مسلمانانو له هغې سيمې ليدنه وکړه چې تاوتريخوالي ځپلي دي.

خبريالانو ته له څو میاشتو راهیسې دغې سيمې ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېده.

د راپور د چمتو کولو پر مهال دغو خبريالانو د داسې یوې سيمې عکاسي کړې چې هلته شاوخوا ۱۰زره کورونه د کنډوالو په څېر ښکاري.

په دغه سيمه کې وروسته له هغه د تاوتريخوالي لړۍ پيل شوه چې دريو مسلمانانو پر يوې بودايي ښځې جنسي تېری وکړ او وروسته يې هغه ووژله.

دا چې دغه پېښه تر کومه بريده په همدې ډول وه او څومره سمه وه، په اړه يې ډېر وضاحت نه شته دی.

د دغې پېښې په غبرګون کې یوې ډلې لس مسلمانان ووژل.

له دې وروسته د تاوتريخوالي لمن ټولې سيمې ته پراخه شوه چې په دې لړ کې د مسلمانانو او بودايانو دواړو کورونه سوځول شوي دي.

د برما حکومت په هېواد کې د تاوتريخوالي له پېښو وروسته په دغه سيمه کې بېړنۍ حالت اعلان کړ او بهرنۍ رسنۍ يې دغې سيمې ته له ورتلو منع کړې.

امنيتي ځواکونو مسلمانان په نښه کول

خو دا دی د چينل فور ډله د نارزي په نوم سيمې ته په تلو بريالۍ شوه، په دغه سيمه کې د مسلمانانو اکثريت روهېنګيا خلک اوسېږي.

کله چې د خبريالانو دغه ډله سيمې ته ورسېده، نو ځايي بودایانو له ويجاړو شويو ودانيو نه کنډې کپرې لرې کولې.

دغلته یوه کس د چینل فور خبريالانو ته ادعا وکړه چې مسلمانانو پخپله، خپلو کورنو ته د دې لپاره اور اچاوه چې ټوله سيمه وسوځي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو اداره ( يو ان اچ سي آر) وايي د برما په دغه سيمه کې د تاوتريخوالي له امله ۸۰زره کسانو خپل کورونه پرېښيي دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې چارواکې ناوې پلای ويلي، د معلوماتو له مخې د تاوتريخوالي د کابو کولو لپاره استول شویو امنيتي ځواکونو هم مسلمانان په نښه کول.

دوی په دې اړه د بې طرفه پلټنو د کېدو غوښتنه کړې ده.

د تاوتریخوالی پیل

د برما د رکاين په سيمه کې فرقه ايز تاوتريخوالى د مې پۀ مياشت کې د يوې بودايي ميرمنې له وژل کېدو وروسته پيل شوى ، ددې پېښې وروسته د مسلمانانو يو بس ته اور واچول شو ، دې تاوتريخوالي کې گڼ کورونه له منځه تللي او زرگونه کسان بې کوره شوي دي .

بودايان وايي چې دا تاوتريخوالى مسلمانانو پيل کړى دى او د برما ولسمشر په دې نظر دى چې د مسلې حل په دې کې دى چې مسلمانان له برما څخه وشړل شي يا هم د کډوالو کمپونو ته وليږل شي.

په تيرو څو اونېو کې برما په اړه د بشري حقوقو د سازمانونو دوه راپوره خپاره شول، د دې نه وړاندې دبخښنې نړيوال سازمان يا امنېسټي انټرنيشنل هم خپل راپور خپور کړى و چې د برما په حکومت یې نېوکې کړې وې خو د حکومت يوه وياند راپور ته خپل غبرگونه کې هغه رد او د تعصب پربنسټ جوړ شوى بللى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .