احمد نژاد: اسراییل د سرطان دانه ده، له بیخه ایستل یې پکار دي

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391
محمود احمدي نژاد

احمدي نژاد "د سیمې ولسونه به ژر فلسطیني خاوره کې د متعصبو اسراییلو او صهیونیستانو له شتون خلاص شي، او ارو مرو به یو نوی منځنی ختيځ رامنځ ته شي. "

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د منځني ختيځ او ټولې نړۍ لپاره د اسراییلو او عبري حکومت شتون د سرطان دانه بللې چې په وینا یې نړۍ به ډېر ژر ترې خلاصه شي.

د نوموړي تر څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ایراني ولسمشر دا څرګندونې غندلې دي.

د جمعې په ورځ ولسمشر احمدي نژاد په یوه لویه غونډه کې اسراییل د بشریت لپاره یو سپکاوی بللی و او زرګونو لاریونیانو پر اسراییلو د مرګ شعارونه ورکول.

ښاغلي بان د ایران د ولسمشر دغه څرګندونې سپکاوی او فتنه پاورونکي بللي او ویلي دي، چې د سیمې مشران باید د ترینګلتیا د ډېرېدا پرځای، د ترینګلتیا د کمېدا لپاره څرګندونې وکړي.

ځینې اسراییلي رسنۍ داسې رپوټونه ورکوي، چې ښايي اسراییل په روان کال کې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

ایراني ولسمشر ویلي وو چې "صهیونیستان او صهیونیستي نظام د سرطان دانه ده، که چېرې د فلسطين په یوه لوېشت خاوره کې ددوی یوه ژونکه (حجره) هم پاتې شي، نو اسراییل به پر دغه خاوره تلسط ومومي."

"نوی منځنی ختيځ"

نوموړي دا هم ویلي چې "د سیمې ولسونه به ژر فلسطیني خاوره کې د متعصبو اسراییلو او صهیونیستانو له شتون خلاص شي، او ارو مرو به یو نوی منځنی ختيځ رامنځ ته شي. "

بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمانپرست ویلي اسراییل ښه پوهېږي چې پر ایران د برید توان نه لري.

په دې وروستیو کې د ایران او اسراییلو ترمنځ اړیکي ډېر خړ پړ شوي، چې دواړې غاړې پر بل د برید ګواښونه کوي.

اسراییل ادعا لري چې تهران د اسراییلو لپاره ستر ګواښ دی او ددې ګواښ د پیاوړي کولو لپاره اتومي وسلې جوړوي.

خو ایران بیا ټینګار لري چې اتومي هڅې یې سوله ییزې دي.

"د قدس ورځ"

په ایران کې تر ۱۹۷۹ کال او تر اسلامي انقلاب وروسته هر کال "د قدس ورځ" لمانځل کېږي، ویناوې کېږي، محفلونه جوړېږي او د اسراییلو ضد څرګندونې په کې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .