ابراهیمي د سوري ماموریت لپاره د کامیابۍ دعا کوي

د خپريدو وخت: 04:39 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391
الاخضر ابراهیمي

ښاغلی ابراهیمي وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم تېر شوی دی.

د سوریې د روان کړکېچ لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د نوي ځانګړي استازي الاخضر ابراهیمي تر ټاکل کېدا وروسته واشنګټن ویلي چې د نوموړي به بشپړ ملاتړ وکړي.

سوریې ته د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو مخکني ځانګړي استازي کوفي عنان د روان اګست په لومړیو کې استعفا ورکړه.

واشنګټن وايي چې تمه لري چې "ښاغلی ابراهیمي به پخپله دنده کې د سوري ولس له غوښتنو سره سمه د یوه قانوني حکومت د جوړېدو لپاره هلې ځلې وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه د هیلري کلنټن په حواله وايي چې "اې سوري ولسه، تاسې یوازې نه یاست، نړیواله لاهم له تاسې سره د واک د انتقال او د ولس د ارادې مطابق یوه نظام د جوړېدا په چاره کې ملګري دي."

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې "ټول وژنې ترسره کوونکي به ژر په سزا ورسېږي."

اخضر ابراهیمي د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدا وروسته پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې ملا یې وتړي، او ژمنه یې کړې ده چې تر خپله وسه به د سوري کړکېچ د هواري لپاره هڅه وکړي."

د سوریې لپاره نړیوال ځانګړي استازي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي تر اوسه ډاډه نه دی چې سوریه کې د ټلوالې او حکومت ترمنځ د خونړي وضعیت د پایته رسېدو لپاره به یې هلې ځلې او ماموریت بریالی وي او که څنګه:

"زما د نابریالیتوب ډېر امکان شته، خو ځینې وخت بخت راسره یاري کوي، او خپل هدف ته رسېږو."

نوموړي ټینګار کړی، که څه هم له څه باندې یوه نیم کال راهیسې سوریه د خونړیو پېښو شاهده ده، خو دی به خپل دپلومات کوښښونه جاري ساتي.

غبرګونونه

د ابراهیمي د ټاکنې په اړه نړیوال غبرګونونه راغلي، چې دمشق یې هم هرکلی کړی دی.

خو سپینې ماڼۍ له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ابراهیمي ددندې په اړه لا ډېر معلومات ورکړي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو ویلي چې ابراهيمي "د امنیت شورا کې یوې داسې موافقې ته اړ دی چې په لړ کې یې خپله دنده په بریالیتوب سرته ورسوي."

"د اسد له پرځېدا وروسته باید ګډوډي ډېره نه شي، دا چاره هله عملي کېدی شي چې ټول اړخونه یو بل ته لاسونه ورکړي."

ښاغلي اوغلو په انقره کې له خپل روسي سیال لوران فابیوس سره یوې خبري ناستې ته ویلي: "ابراهیمي ته ددې دندې سپارل یو مهم کار دی، خو امنیت شورا باید یې باید کاملاً ملا وتړي."

هغه زیاتوي "که موږ وغواړي چې د کوفي عنان د پلان په څېر یې دنده ناکامه نه شي، باید په امنیت شورا کې د سولې د بهیر د هر خنډ له منځه وړلو لپاره له هغه سره لاسونه یو کړو."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې "د ابراهیمي په لاسنیوي سره باید د اسد د نظام لپاره نوی چوکاټ وټاکل شي، او د واک پر لېږد باید بشپړ کنټرول رامنځ ته شي."

فرانسوي وزیر ویلي چې "د اسد له پرځېدا وروسته باید ګډوډي ډېره نه شي، دا چاره هله عملي کېدی شي چې ټول اړخونه یو بل ته لاسونه ورکړي."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .