د ږيرې غوښتنې امريکايي محاکمه وځنډوله

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391
نضال

د جگړن حسن نضال محاکمه له وړاندې څو ځله ځنډول شوې ده.

په امريکا کې د عصبي ناروغيو د پوځي ډاکټر نضال حسن محاکمه چې د ١٣ کسانو په وژلو تورن دى د ږيرې پرېښودلو له امله ځنډول شوې ده.

په دې اړه به اوس محکمه پرېکړه کوي چې د محاکمې د پيل نه وړاندې د هغه ږيره وخرېیل شي که څنگه.

د جگړن نضال حسن مدافع وکيل وايي ږيره د هغه د اسلامي عقيدې ښکارندوي کوي خو د امريکا د پوځ قانون د دې غوښتنه کوي چې پوځيان بايد ږيره ونه لري.

د هغه ږيرې سره د مخالفت يو بل دليل دا هم ښودل کيږي چې ښايي له ږيرې سره عيني شاهدانو لپاره د هغۀ پيژندل ستونزمن شي.

جگړن حسن نضال په دې تورن دى چې ٢٠٠٩ کال کې ېې د امريکا د تکزاس ايالت فورټ هوډ پوځي چوڼۍ کې ډزې کړې وې.

که چيرې په نوموړي تورونه ثابت شي نوموړی به د اعدام له سزا سره مخامخ شي.

د جگړن نضال حسن محاکمه له وړاندې څو ځله ځنډول شوې ده.

نوموړى په لومړي ځل د جون په مياشت کې سره بېره پر دې چې ږيره يې وه محکمې ته وړاندې شوى و.

ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ به د هغه پوځي محاکمه پيلېده خو اوس دا ټوله لړۍ تر هغې چې د قاضي له خوا د نوموړي د ږېرې په اړه پرېکړه کيږي ځندول شوې ده.

نضال

جگړن حسن نضال د هغې پېښې له امله چې ١٣ کسان په کې وژل شوي و د پوليس په ډزو له ژوبلېدو وروسته له سينې کښته شل دى.

تر دې دمه قاضي هغه ته اجازه نه ده ورکړې چې د محاکمې خونې ته داخل شي ځکه چې د ږېرې لرل له پوځي قوانېنو څخه سرغړونه ده.

په همدې وجه هغه د محکمې د "سپکاوي" په تور ١٠٠٠ ډالره جريمه شوى دى، او اړ ايستل شوى و چې د محاکمې جريان له يوې بلې خونې په ويدويي کامره وگوري.

قاضي وايي د بشپړې پوځي محاکمې د پيل پر مهال هغه بايد موجود وي.

د جگړن حسن مدافع وکيلان وايي هغه داسې احساسوي چې د ښاغلي حسن مړينه نژدې راتلونکې کې پېښېدونکې ده ځکه نو بې له ږيرې مړينه به يوه گناه وي.

وکيلان وايي که په زوره د هغه ږيره لېرې شي دا به د جگړن حسن له حقونو څخه سرغړونه وي.

جگړن حسن نضال د هغې پېښې له امله چې ١٣ کسان په کې وژل شوي و د پوليس په ډزو له ژوبلېدو وروسته له سينې کښته شل دى.

د هغې پېښې په وژل شویو کې ١٢ پوځيان او يو ملکي وگړی شامل و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .