نوى زيلاند له افغانستانه يوکال دمخه عسکر وباسي

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391
نيو زيلندي عسکر

نوى زيلاند وايي تر وخت وړاندې وتل يې د عسکرو له وژلو سره تړاو نه لري

نوي زيلاند ويلي له مخکني مهال ويش نه دمخه له افغانستانه د خپلو عسکرو پرايستلو غور کوي.

دغه خبره وروسته له هغه راځي چې باميانو کې د سړک د غاړي په يوه بمي چاودنه کې د دې هيواد درې عسکر ووژل شول.

نوى زيلاند په افغانستان کې ١٤٥ تنه عسکر لري چې د باميانو په ولايت کې ځاى په ځاى دي او د ولايتي بيارغونې يا پي آر ټي د ډلې مشري کوي.

د نوي زيلاند لومړى وزير جان کي وايي له وخته وړاندې له افغانستانه د عسکرو ايستل د دوى پر عسکرو په وروستي مرگوني بريد پورې کوم تړاو نه لري.

په دې بريد کې د دريو عسکرو په وژل کيدو سره ، په روانه مياشت کې د نوي زيلاند د وژل شويو عسکرو شمير پنځو ته پورته شو.

خو له ٢٠٠٣ کال راهيسي چې دوى باميانو کې ځاى په ځاى شوي ، په ټوله کې نوي زيلاند خپل ١٠ تنه عسکر په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.

د مخکنې پلان له مخې د نوى زيلاند عسکر بايد د ٢٠١٣ کال په پاى کې له افغانستانه وتلي واى ، خو اوس دوى غواړي چې د همدې کال په پيل کې دغه هيواد پريږدي.

د نوي زيلاند لومړي وزير وويل ، د دوى پر عسکرو له وروستيو بريدونو داسې ښکاري چې د باميانو ولايت په شمال ختيځ کې د حکومت مخالفه وسله والو فعاليتونه ډېر شوي دي.

خو ده وويل ، له وخته دمخه له باميانو د دوى د عسکرو د وتلو پريکړه په دې مانا نه ده چې دوى به په نامسوولانه ډول دغه ولايت خوشي کوي.

بلکې ټينگار يې دا و چې د يوه هر اړخيز او سنجول شوي پلان له مخې به لومړى امنيتي مسووليتونه افغانانوته ليږدوي او بيا به دوى له دغه ولايته وځي.

د يوه بل رپوټ له مخې د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسي افغانستان ته رسيدلى چې د امريکا له جيگپوړو قوماندانو سره د افغان ياغي عسکرو له لوري پر نړيوالو ځواکونو د بريدونو پر ډيريدا خبرې وکړي.

د يکشنبې په ورځ( د اگست ١٩) د کندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د افغان پوليسو په جامو کې يوه تن د ناټو پر يوه عسکر ډزې وکړي او هغه يې وواژه.

له دې سره اوس د ناټو د هغو عسکرو شمير٤٠ ته پورته شو چې يوازى سږکال د افغان امنيتي پوځيانو له لوري وژل شوي دي.

نوموړي وويل له دې سره سره چې افغان امنيتي ځواکونو ليکو ته د عسکرو د استخدام بهيرسخت شوى ، خو بياهم د هغو ليکو ته داسې کسان ننوځي چې د دوى ځواکونو ته جدي گواښ پيښوي.

که څه هم چې طالبانو ويلي دي چې ځينې هغه کسان چې پر نړيوالو عسکرو يې د خپلو وسلو شپيلې اړولې دي ، دد وى کسان دي ، خو د چارو يو شمير شنونکي باور لري چې د کلتوري او مذهبي حساسيتونو په گډون ځينې نور لاملونه هم شته چې له کبله يې افغان عسکر پر خپلو بهرنيو ملگرو بريدونه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .