د کینیا ناامنیو لسګونه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

په ۲۰۰۱ کال کې هم د اورما او پوکوما ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول.

د کینیا په سوېل لوېديځ کې د قومي شخړو له کبله لږترلږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.

دا په دغه هېواد کې تر ټاکنو څلور کاله وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

شخړې د کوست ولایت په تانا بند ولسوالۍ کې د تېرې سه شنبې په وروستیو کې د اورما او پوکوما ډلو ترمنځ شوې دي.

یوه دیني مشر ویلي، چې زیاتره وژل شوي ماشومان او ښځې دي، خو سیمې ته د اړدوړ ضد پولیس رسېدلي دي.

د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر جوزی کیتور اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په نښتو کې ځینې کسان سیځل شوي هم دي.

په قربانیانو کې ۳۱۲ ښځې، ۱۱ ماشومان او شپږ نارینه دي.

پلازمېنه نایروبي کې د بي بي سي خبریال فریني جووي وايي، تاوترخوالی ددو ټولنو ترمنځ پیل شو.

په ۲۰۰۱ کال کې هم د اورما او پوکوما ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول.

دا په کینیا کې تر ټولو بې وزله سیمه ده، چې د زیربنايي پروژو او صنعت له اړخه په نشت حساب ده.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، لومړی پوکوما ډلې پر اورما برید وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .