د شونډو ډېر سره کول د زړه حملې خطر ډېروي

د خپريدو وخت: 05:44 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
شونډوسور

شمېرې ښيي چې د شونډو سور په جوړولو کې کارېدونکي کیمیاوي مواد د زړونو د ناروغۍ په پیاوړي کولو کې لس سلنه ونډه لري.

یوې طبي څېړنې ويلي چې د شونډو ډېر سره کول کولی شی د زړه د ناروغۍ یا حملې په پیاوړتیا کې ډېره مرسته وکړي.

دوی وايي چې د شونډو سره کولو په موادو کې یو ډل کیمیاوي مواد ګډ دي، چې د انسان روغتیا ته زیان اړوي.

دا څېړنه لومړی پر موږکانو ترسره شوې ده.

د موږکانو پر شونډو د دغو موادو کارولو پایلې د هغوی د زړونو د فعالیت کمزوري کول راختلي دي.

دې څېړنې پوره درې اوونۍ وخت نیولی دی.

شمېرې ښيي چې د لبسیرین په جوړولو کې کارېدونکي کیمیاوي مواد د زړونو د ناروغۍ په پیاوړي کولو کې لس سلنه ونډه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .