سوریه د اسد پر لیرې کولو غږېږي

د خپريدو وخت: 04:20 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
قدري جمیل

لومړي وزیر د اوباما دا څرګندونې نېغ په نېغه د امریکايي ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو یوه برخه بللې ده.

د سوريې مرستیال لومړی وزیر وايي حکومت يې تیار دی چې د ولسمشر اسد د واک نه د لرې کېدو پر سره بحث وکړي.

مرستیال لړمړي وزیر قدري جميل دا خبرې په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته کولې.

قدري جمیل خبریالانو ته مسکو کې د باندینیو چارو له روسي وزیر سیرګي لاوروف سره یوځای وویل "د خبرو پر مېز، پرته له دې چې د مخامخ خبرې کوونکو خبرو ته غوږ ونه نیسو، بله ګټه نه لري."

نیوکې

جمیل د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د تېرې دوشنبې ورځې هغه څرګندونې غندلې دي، چې وايي که چېرې واکمن نظام د کیمیاوي وسلو له کارولو لاس وانخلي، پایلې به یې ناوړه راوخېژي.

لومړي وزیر د اوباما دا څرګندونې نېغ په نېغه د امریکايي ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو یوه برخه بللې ده.

جمیل وايي، لوېديځ غواړي، لکه څنګه چې عراق ته د اتومي وسلو په بهانه ننوت، سوریې ته د کیمیاوي وسلو د کارونګ په پلمه ننوځي او سیاسي نظام یې ګډوډ کړي.

دغه سوري چارواکي همدارنګه ویلي چې "سوریه کې مستقیمه پوځي مداخله ناممکنه ده؛ ځکه چې هېڅوک دا فکر نه شي کولی."

فعالین

د سوريې د کړکېچ په وروستیو رپوټونو کې مخالف فعالان او اوسېدونکي وايي لږترلږه ۲۰ زلمیان په ډزو وژل شوي دي.

دوی وايي دا زلمیان هغه وخت د حکومتي ځواکونو له خوا په دمشق کې ووژل شول چې دغو ځواکونو پر يوه کلي بلوا یووړه.

د دوېم لوی ښار حلب نه هم رپوټونه وايي چې حکومتي بمباریو په لسګونه کسان وژلي دي.

سوري فعالینو دا هم ویلي چې د تېرې سې شنبې ورځې د تاوتریخوالي په پېښو کې سوریه کې لږترلږه نهه شپیته کسان وژل شوي، چې ۵۶ یې ولسي وګړي، ۱۳ حکومتي پوځيان دي.

ځايي اوسېدونکو او د ټلوالې فعالینو ویلي، چې سوري ځواکونو د ټانکونو په مټ المعضمیه سیمې ته ننوتل او لږترلږه ۲۰ زلمیان یې په ډزو ووژل، سوداګریز ځایونه او کورونه یې مخکې دې چې بېرته ترې ووځي، وسېځل.

قدري جمیل

قدري جميل چې په تېر جون کې پر دې دندې گمارل شوى دى، تر دې دمخه هم ويلي وو چې د سورېې ستونزې د پوځي لاري نه شي هوارېداى.

په مسکو کې يوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ښاغلي جميل وويل په داسې حال کې چې د خبرو د پېلېدا دمخه د ولسمشر اسد له دندې د گوښه کېدو شرط د منلو وړ نه دى خو دا لانجه کېداى شي چې په خبرو کې وڅېړل شي.

"اړتيا فوق العاده او ډېره زياته ده، د خلگو اړتياو ته په کتو سره زموږ فعاليتونه لکه په سمندر کې د يوه څاڅکي په څېر دي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولاند په خپل غبرگون کې ويلي دي چې د ښاغلي جميل په څرگندونو کې څه نوې خبره نه شته.

له بل پلوه د بهرينو هېوادونو د ډاکترانو، جراحانو او طبې کارکوونکو يوه ډله د سورېې له شمال څخه پاريس ته بېرته راستنه شوې ده ، د بې پوله ډاکترانو د دې ډلې يوه غړي براين مولر بي بي سي ته وويل چې په سوريه کې د دوى مرستو ته سخته اړتیا ده:

''اړتيا فوق العاده او ډېره زياته ده، د خلگو اړتياو ته په کتو سره زموږ فعاليتونه لکه په سمندر کې د يوه څاڅکي په څېر دي. موږ پوهېږو چې له جگړې څخه ډېر ملکي وگړي اغېزمن شوي دي او دوى د بېلو گاونديو هېوادونو پولو ته د درملنې په موخه تښتي، په سوريه کې روغتايي نظام تقريبا په بشپړ ډول ړنگ شوى دى. په ځانگړي ډول د مخاليفينو تر ولکي لاندې سيمو کې، موږ پوهېږو چې رژيم په لوى لاس روغتونونه، ډاکتران او مسلکي خلگ په بريدونو کې په نخښه کوي چې له امله ېې اوسنى روغتيايي سيستم له ډېر بد حالت سره مخامخ دى.''

د دې ترڅنگ مرستندويه ټولنو د ملگرو ملتونو امنیت شورا څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړې ده چې د بشري مرستو د رسولو پر سر د جگړې ځپلي هېواد له چارواکو سره يوې روغې جوړې ته ورسېږي

د مرستندويه ټولنو يوې ډلې په يوه ليک کې خبردارى ورکړى دى چې بې گناه سوريايان بايد هلته د روان په تپه ولاړ سياسي حالاتو قرباني نه شي، دوى وايي سوريايان د څښلو پاکو اوبو، خوراکي او نورو اړینو توکيو ته سخته اړتيا لري.

بې پولې ډاکټران

سوریه کې د بې پولې ډاکترانو ډله وايي چې هلته د دوى مرستو ته سخته اړتیا ده.

مرستندويه ټولنو خبر دارى ورکړى دى چې په سوريه کې ټول ښارونه او ښارگوټي په تاوتريخوالي کې راگېر دي چې په پايله کې ېې په سلگونه زره خلگ له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

مرستندويه ټولنو له امينت شورا غوښتې دي چې دا ډول خلگو ته سملاسي مرستې برابرې کړي.

ها خوا په سوريه کې مخالف فعالين او اوسېدونکي وايي د تاوتريخوالي په وروستيو پېښو کې لږ تر لږه ٢٠ تنکي ځوانان وژل شوي دي چې ډېر ېې هغه مهال په گوليو ووژل شول چې حکومتي ځواکونو د دمشق د ښار لمنې ونيولې.

مخالف فعالين وايي د سورېې په دوېم لوى ښار حلب کې د حکومت جنگي الوتکو په بمباريو کې تر ١٠ ډېر کسان وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .