استراليا د پناه غوښتونکو د منلو کچه لوړه کړه

د خپريدو وخت: 18:03 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

هغه ناقانونه مساپر چې هڅه کوي ځانونه استرالیا ته ورسوي، معمولاً د کریسمس له ټاپو تېرېږي چې یوه خطرناکه لار بلل کېږي

د استراليا لومړۍ وزيرې جوليا گيلارد اعلان کړى چې استراليا کې د پناه غوښتونکو د منلو کچه به څلويښت سلنه ډيره شي.

دا وروستيو دوه ولسيزو کې تر ټولو ډېر زياتوالى دى.

دا پریکړه د کارپوهانو د يوه پلاوي د لارښونو له مخې شوې او مانا به يې دا وي چې کال کې به شپږ زره نور خلک وکولى شي چې د بشري بنسټونو پر بنسټ د کډوالو په توگه استراليا کې پناه واخلي.

ميرمن گيلارد وويل هغه پناه غوښتونکي چې غواړي استراليا ته راشي د آسيا د خطرناکو لارو پرځاى بايد دې موخې ته د رسيدو لپاره رسمي لارې غوره کړي.

میرمن ګیلارد زیاته کړه "دا ډيره مهمه ده او موږ غواړو چې پناه غوښتونکو ته دوه پيغامونه ورسوو. لومړى که تاسو بيړيو کې سپريږئ نو تاسوخپل ژوند له خطر سره مخامخ کوئ او دویم پيغام مو دا دي، هرچېرې چې ياست هملته پاتې شي اود ملگرو ملتونو د کډاوالو د ادارې له لارې د پناه غوښتنه وکړي. دې ډول خلکو لپاره په استراليا کې ځاى ډير دى”.

زرګونه افغانان په کلني ډول د نورو هېوادونو ترڅنګ په استرالیا کې هم د کډوالۍ غوښتنه کوي

په همدې حال کې د استراليا د کډ والو وزير کريس بوين وايي هېواد يې له هغو خلکو سره مرستې ته ژمن دى چې غواړى استراليا کې د نوي ژوند خاوندان شي. ښاغلي بوين وويل په دې کې به د ټولې نړۍ خلک شامل وي.

نوموړي زیاته کړه هغه مهمې ډلې چې په دغو شلو زرو نويو پناه غوښتونکو کې به شامل وي افغانان دي چې که په پاکستان کې وي، اندونيزيان، ايرانيان، سوريان، اوردنيان، ترکان اوليبنانيان دي.

وزیر وویل همدارنگه سريلانکايي کډوال، د برما، ماليزيا، تايلند او هند پناه غوښتونکي به هم وکولى شي چې زموږ له دې پروگرام نه گټه پورته کړي. خو په دې برخه کې ځانگړي پاملرنه به سوريه او مصر کې وروستيو پرمختياوو ته وي.

ښاغلی بوین وايي د ملگرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره کار کوو چې هغو خلکو ته چې د کانگو، اريتريا، ايتوپيا او د افريقا په نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي استراليا کې پناه ورکړو.

استراليايي پارلمان وروستيو کې ناورو اوپاپه نيو گيني کې د پناه غوښتونکو د منلو ساحلي پنډغالى بيرته پرانيست.

"هغه پناه غوښتونکي چې غواړي استراليا ته راشي د آسيا د خطرناکو لارو پرځاى بايد دې موخې ته د رسيدو لپاره رسمي لارې غوره کړي"

جوليا گيلارد

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون، د سریلانکا، عراق او ایران مساپر د اندونیزیا له لارې استرالیا ته د رسېدو په هڅه کې له مرګونو پېښو سره مخامخ شوي دي.

زرګونه افغانان په کلني ډول د نورو هېوادونو ترڅنګ په استرالیا کې هم د کډوالۍ غوښتنه کوي چې دا بهیر په تېرو څو میاشتو کې چټک شوی او زیاتره کسان د اندونیزیا له لارې غواړي خپل ځان استرالیا ته ورسوي.

قاچاق وړونکي په خپلو بېړيو کې له اندازې ډېر کسان لېږدوي، چې د لارې په اوږدو کې له بېلابېلو ګواښونو او خطرونو سره مخ وي.

څو میاشتې وړاندې هم لسګونه کسان چې غوښتل یې ځان آسترالیا ته ورسوي بېړۍ یې له ډبېدو وژغورل شوه چې په کې سپاره ډېری کسان يې افغانان وو.

په تېر دسمبر کې یوه بیړۍ چې شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه یې لېږدول ډوبه شوه چې یوازې نژدې پنځوس تنه ترې وژغول شول. د دغې بېړۍ ډېری مساپر هم افغانان او ایرانیان وو.

سلګونه افغانان چې هره مياشت د بې روزګارۍ او نورو ستونزو له امله د بېلابېلو خطرونو په منلو سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مخه کوي، یو شمېر یې موخو ته له رسېدو وروسته بیا هم بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .