د وزن کمولو لپاره نیم ساعت سپورت بس دی

د خپريدو وخت: 08:13 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
سپورت

د څېړونکو ډلې ویلي چې هره ورځ نیم ساعت سپورت کول منطقي او علمي دي.

یوې تازه اروپايي څېړنې ویلي چې هره ورځ ددیرشو دقیقو لپاره سپورت کول د وزن په کمولو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

پلټنه زیاتوي، چې دا تجربه یې پر هغو ۶۰ چاغو کسانو عملي کړې ده، چې له ډېر چاغښت تنګ راغلي و، خو تر ۱۳ اوونیو سپورت کولو وروسته یې وزن کم شو.

دغه ډله کسان پر دوو ډلو وېشل شوي: له لومړۍ ډلې غوښتل شوي چې هره ورځ یو ساعت سپورت وکړي، له دویمې یې غوښتي چې یوازې دیرش دقیقې سپورت وکړي.

ددواړو ډلو غړو ته داسې یوه اله ورکړل شوې، چې د هغوی د زړونو نبض ثبتوي، او د تمرین پرمهال یې د جسم د حرارت کچه معلوموي.

څېړونکو په پای کې ومونده چې دیرش دقیقې سپورت کول د وزن د کمښت لپاره کفایت کوي.

د څېړونکو د ډلې یوه ډاکټر او مادز روسیکلیډ ویلي چې "په اوسط ډول د یوې میاشتې په اوږدو کې د هغو کسانو وزن نژدې درې اعشاریه شپږ کیلوګرامه کم شو، چې د چاغښت ستونزه یې لرله، خو د هغو کسانو وزن دوه اعشاریه اووه کیلوګرامه کم شو، چې د ورځې یې یو ساعت سپورت کاوه."

د څېړونکو ډلې ویلي چې هره ورځ نیم ساعت سپورت کول منطقي او علمي دي، په دې مانا چې له نیم ساعته ورځني سپورت وروسته سړی د ورځې تر پایه تکړه او فعال وي.

خو دوی دا هم وايي، هغه کسان چې یو ساعت یا ډېر وخت هره ورځ سپورت کوي، د ورځې په اوږدو کې یې خوړو ته ډېره اشتها وي، چې ډېر خواړه خوري، وزن یې هم ډېر نه کمېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .