اوباما وايي نیل آرمسټرانګ یو اتل وو

د خپريدو وخت: 04:02 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

نیل ارمسټرانګ لومړنی امریکايي ستورمزلی و چې د سپوږمۍ پر سطحې یې قدم کیښود. دی د ۸۲ کالو په عمر ومړ

امریکايی نیل ارمسټرانګ چې په لومړي ځل یې په سپوږمۍ کې قدم کېښود د ۸۲ کالو په عمر ومړ.

نوموړي د روانې میاشتې په لومړیو کې د زړه عملیات کړي وو.

ولسمشر بارک اوباما پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې ''نیل آرمسټرانګ نه یوازې د خپل وخت اتل وو، بلکې د تل لپاره یو اتل دی.''

د ۱۹۶۹ کال د جولای پر ۲۰ هغه مهال چې آرمسټرانګ سپوږمۍ ته وخوت، سلګونه میلیونه وګړو یې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې تماشا کوله.

نوموړي سپوږمۍ ته له رسېدا سره سم وویل دا دی انسانانو ته د یوې لویې لاسته راوړنې لپاره کوچنی ګام اخلم:

"زه د زینې په پوړۍ کې یم، د سپوږمۍ سطحه ډېره ښه او پسته ښکاري، کله چې ورنژدې شي د پوډرو په شان ښکاري. دا دی زه د یوې لویې لاسته راوړنې لپاره پرې وړوکی قدم ږدم."

کلېکاږل د نيل آرمسټرانګ ژوند په انځورونو کې

ارمسټرانګ په پیل کې د امریکا په سمندري ځواکونو کې د پیلوټ دنده لرله خو وروسته یې ساختماني انجینري ولوسته او بیا د څېړنو له یوه پروګرام سره یوځای شو چې وروسته دغه پروګرام د امریکا د فضايي ادارې ناسا یوه برخه شوه.

نیل ارمسټرانګ د ستورمزلو د مشر په توګه روزل شوی و. د ده ډله لومړنې وه چې دوه فضايي دستګاګانې یې په فضا کې ځاي پرځای کړې.

نیل ارمسټرانګ او اوباما

ولسمشر بارک اوباما نیل ارمسټرانګ ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او هغه یې یو تل پاتی اتل وباله

ولسمشر بارک اوباما نیل ارمسټرانګ ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او هغه یې یو تل پاتی اتل وباله.

ولسمشر بارک اوباما وویل د نیل ارمسټرانګ نوښت او جذبه به تل ژوندۍ وي.

سپوږمۍ ته په سفر کې د هغه ملګري وايي د امریکا په فضايي پروګرام کې به ارمسټرانګ تل په یاد ساتل کیږي.

د ارمسټرانګ کورنۍ ویلي چې د مړینې ویر به یې کوي او بي ساری ژوند به لمانځي.

د نیل ارمسټرانګ کورنې هیله منه ده چې هغه به ځوانانو ته یو مثال شي څو له خپلې وړتیا نه لوی کارونه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .