دمشق کې یوه چورلکه رالوېدلې ده

د خپريدو وخت: 09:42 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
رالوېدلې چورلکه

د اسد د نظام وسله والو مخالفانو د رالوېدلې چورلکې انځورونه خپاره کړي دي.

د سوریې دمشق په القابون کلي کې یوه چورکله رالوېدلې ده.

بل خوا، سوري ولسمشر بشارالاسد ویلي چې په په سوریه کې روان پاڅون د ټولې سمې خلاف بهرۍ دسیسه ده، چې په هره بیه وي، مبارزه به ورسره کوي.

ځینې رپوټونه وايي، چې راغورځول شوې چورلکې پر خلکو بمبار کاوه، چې په هاوان وویشتل شوه.

عیني شاهدان وايي، چې وسله والو دا چورلکه راغورځولې ده.

ځینو نورو عیني شاهدانو بیا ویلي چې په القابون کلي کې یې یوه چورلکه له اسمانه د لوېدو په حال کې ولیده.

دوی وايي، چورلکه وسله والو په هاون وویشتله.

وړاندې ولسمشر بشارالاسد په سوريه کې روان پاڅون د ټولې سيمې خلاف بهرنۍ دسيسه بللې او ژمنه يې وکړه چې په هره بيه يې ناکامه کړي.

له دې سره جوخت مخالف فعالين وايي حکومتي عسکرو او ملېشو دمشق ته بيخي څېرمه په دارايا کې تر ٣٠٠ ډېر وگړي يو ځايي وژلي دي.

ځینې راپورونه وايي چې د سوري ولسمشر مرستیال له حکومته جلا شوی، خو حکومت دا ادعا بې بنسټه بولي.

"ډله ییز اعدام"

سوري فعالینو ویلي چې د بشارالاسد پلوي پوځي ځواکونو په داریا کې یو شمېر کسان په "ډله ییز" ډول اعدام کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته ځینو کسانو ویلي چې د استوګنې په ځینو ځایونو کې خلک پخپلو کورونو کې وژل شوي او اعدام شوي لیدلي دي.

دوی دا هم ویلي چې شاید د مړو شمېر به ۲۰۰ وي، چې زیاتره یې سوري ځواکونو په مرمیو ویشتلي دي.

بل خوا، سوري چارواکو ویليچ ې پوځ په داریا کې د تېرې شنبې په ورځ ځینې "ترهګر" وژلي دي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .