د تصویر اخېستو پر مهال ناوې په اوبو کې ډوبه شوه

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
پارک

دیرش کلنه ناوې هغه مهال په اوبو کې ډوبه شوه چې غوښتل یي د واده په کالیو کې تصویر واخلي

په کاناډا کې یوه ناوې د واده په کالیو کې د تصویر اخېستو پر مهال د اوبو په ډنډ کې له ډوبېدو وروسته ووژل شوه.

په کیوبک پارک کې دېرش کلنه ماریا پینټاز اپولس د تصویر اخېستو پر مهال په ظاهره د واده د کالیو د درنوالي له امله په اوبو کې غرقه شوه.

د تصویر اخېستونکي لویس پاګکس په خبره ده د ناوې د ژغورلو لپاره اوبو ته ټوپ کړل، خو په وینا يي ونه توانید، چې هغه له ډوبېدو وژغوري.

نوموړي سي ټي وي نیوز ته وویل، چې ناوې ماریا ورنه غوښتي و، چې د واده په کالیو کې يې په ډنډ کې د لامبو پر مهال تصویرونه واخلي.

((هغه ډنډ ته کوزه شوه، نو د لمدېدو له امله یې کالي درانه شول، ما خپل ټول وس وکړ، چې ویې ژغورم، خو ونه توانېدم، ما اوبو ته ورپسې ټوپ کړل او نارې سورې مې وکړې))

له څو ساعته هڅو وروسته د هغې جسد له اوبو څخه را واېستل شو. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې ماریا پینټاز پولس د (ټرېش د ډرېس) نومي مراسیمو تصویرونه اخېستل، چې پکې نوې ناوې په داسې حال کې تصویرونه اخلي، چې د واده په ورځ اغوستي کالي له منځه وړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .