د پاکستان سترې محکمې راجه اشرف ته نور مهلت ورکړ

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
راجا پروېز اشرف

راجا پروېز اشرف د جون په دووېشتمه د صدراعظم په توګه لوړه وکړه.

د پاکستان سترې محکمې عدالت ته د سپکاوي په تور یادې محکمې ته له ورتګ وروسته د سلا مشورې لپاره د نوموړي هېواد صدراعظم راجه پروېز اشرف ته د سپتامبر تر اتلسمې نېټې پورې مهلت ورکړ.

د محکمې په وینا د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په ضد د دوسیو بیا پرانېستلو لپاره صدراعظم ته ویل شوي و، چې باید د سویټزرلینډ چارواکو ته لیک ولیکي، خو د محکمې په خبره صدراعظم په دې لړ کې په جدي توګه د هڅو کولو ژمنه وکړه او له همدې امله نوموړي ته مهلت ورکړل شو.

محکمې دغه راز وویل، چې محکمې ته ورتګ د محمکې درناوی نه دی، بلکې د محکمې پرېکړه منل د دې ادارې درناوی کول دي.

له دې مخکې پاکستاني صدراعظم د خپل هېواد له سترې محکمې وغوښتل، چې د هېواد حالات يي ښه نه دي او شپېته ورځې کیږي، چې نوموړی صدراعظم ټاکل شوی دی، ځکه نو باید ده ته یو څه وخت ورکړل شی.

خو په ځواب کې یې محکمې وویل د هېواد حالات هم د دې مسالې په څېر مهم دي.

محکمې ښاغلي اشرف ته وویل، چې باید دی د لیک استولو واک بل چا ته ورکړي، چې محکمه په بیا بیا نوموړی ونه غواړي، خو نوموړي د دې کار لپاره څوک ونه ټاکل او محکمې د سپتامبر تر اتلسمې نیټې پورې مهلت ورکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک له محکمې نه بهر د خبرو پر مهال وویل، چې سلا مشورې څومره وځنډیږي پایله به یې هغومره ښه وي.

د پاکستان سترې محکمې د روانې میاشتې په اتمه نیټه له صدراعظم راجه پروېز اشرف نه په شخصي توګه محکمې ته حاضریدو غوښتنه کړې وه.

په یوه لنډ امر کې د دې هېواد سترې محکمې د لرې کړل شوي صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د نااهل کېدو یادونه هم کړې وه، چې په همدې دوسیه کې یې د محکمې له امر نه د سر غړونې په پایله کې د نوموړي د پارلمان غړیتوب لغو اعلان کړ او وروسته له همدې کبله د صدراعظم له منصب نه هم سلب صلاحیت شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .