امریکا په ۲۰۱۱ کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

تر دې وړاندې، امریکا په ۲۰۰۸ کال کې ډېره وسله پلورلې وه، چې ارزښت یې ۳۸،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی وو.

د امریکا په کانګرس کې د څېړنیز مرکز یوه راپور کې راغلي، چې امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ تر هر بل یوه هېواد ډېره وسله خرڅه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې د وسلو د خرڅلاو په برخه کې تر ټولو لویه معامله امریکا له سعودي عربستان سره کړې ده، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۳،۴ میلیارد ډالر ښودل شوی دی.

راپور کاږي، چې ښايي په راتلونکې کې په دې کچه ډېرې امریکايي وسلې او پوځي مهمات ونه پلورل شي.

د راپور لیکونکي وايي، د امریکا متحده ایالتونه یوازې تېر کال د ۶۶،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې، چې د نړۍ د ټول ټال پلورل شوو وسلو ۷۸ سلنه جوړوي، خو دا شمېره د ۲۰۱۱ کال تر پایه ۸۵،۳ میلیارد ډالرو ته وختله.

تر دې وړاندې، امریکا په ۲۰۰۸ کال کې ډېره وسله پلورلې وه، چې ارزښت یې ۳۸،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی وو.

په داسې حال کې چې د وسلو په پېر او پلور کې امریکا لومړی مقام لري، د فراسې په استثنا د نړۍ نور وسلې تولیدوونکي هېوادونه د وسلو د تولید په برخه کې کمښت راوستی دی.

فرانسه

فرانسې تېر ۲۰۱۱ کال د ۴،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې وپلورلې، خو وړم کال یې بیا د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې وې.

روسیه

خو روسیه بیا د وسلې صادروونکو هېوادونو په دویم کتار کې راځي، چې د وسلو د تولید کچه یې پوره نیمايي راټيټه کړې ده، او تېر کال یې ایله د ۴،۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې صادرې کړي دي.

نورو اروپايي وسلې تولیدوونکو هېوادونو -لکه فرانسه، برتانیا، جرمني او ایټالیا- بیا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د وسلو په نړیوال بازار کې خپله ونډه ۱۲،۲ سلنه او په تېر ۲۰۱۱ کې یې ۷،۲ سلنه راکمه کړې ده.

عربستان

سعودي عربستان د وسلو تر ټولو ډېر واردوونکی هېواد دی، چې یوازې تېر ۲۰۱۱ کال یې له امریکا د ۳۳،۶ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې وپېرلې، په دویم کتار کې هند (۶،۹ میلیارد)، بیا متحده عربي امارات (۴،۵ میلیارد ډالر) راځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .