دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې پاکستانۍ نجلۍ نابالغه ده

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
پاکستان

د سې شنبې په ورځ د رمشا ‌طبي رپوټونه محکمې ته وړاندې شول

په پاکستان کې دین ته د سپکاوي په تورد نیول شوې عیسوي نجلۍ مدافع وکیل وايي له ‌طبي معایناتو ثابته شوه، چې د موکلې عمر يي څوارلس کاله دی، خو د نوموړي په خبره د هغې ذهني عمر د نوموړې د طبیعي عمر په پرتله ډېرلږدی.

رمشا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه له یوه کلي څخه دووه اونۍ مخکې د داسې کاغذونو د سوځولو پر مهال دین ته د سپکاوي په تور ونیوله وشوه، چې د قرانکریم ایاتونه پرې لیکل شوي وو.

د دوشنبې په ورځ په پولي کلینک نومي روغتون کې د طبي ماهرینو څلورکسیز بورډ د هغې طبي معاینات وکړل.

د رمشا مدافع وکیل نوید چودري بي بي سي ته وویل، چې له طبي تحقیق او معایناتو کولو وروسته ډاکټران دې پایلې ته ورسېدل، چې نوموړې نجلۍ نه یوازې دا چې نابالغه ده، بلکې ذهني عمر يي د اصل عمر په پرتله ډېر لږ دی.

بل لور ته د اسلام اباد ځايي محکمې په ضمانت د رمشا د خوشي کولو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه د اګست د میاشتې تر دېرشمې پورې وځنډوله.

د سې شنبې په ورځ د نوموړې د طبي معایناتو رپوټونه محکمې ته وړاندې کړل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو یوه چارواکي د نوم نه افشا کولو په شرط بی بي سي ته ویلي و، چې د اسلام اباد پولیس او د پاکستان د یوې څارګرې ادارې په هغه رپوټ کې چې په دې اړه چارواکو ته لېږل شوی، ویلي دي، چې که رمشا په ضمانت خوشې شی، نو د دې او کورنۍ د غړو ژوند به یې له سخت خطر سره مخ شي.

د نوموړي مسوول په وینا رمشا په زندان کې خوندې ده او له همدې امله باید تر هغه وخته چې دغه مساله حل شوې نه وي او په دې اړه د خلکو احساسات ساړه شوي نه وي، باید نوموړې نجلۍ په زندان کې وساتله شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .