د تایوان یو وزیر وايي نارینه باید په ناسته رفع حاجت وکړي

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
د تایواني وزېر له دې څرګندونو وروسته په دې اړه پراخ بحثونه پیل شوي دي

د تایواني وزېر له دې څرګندونو وروسته په دې اړه پراخ بحثونه پیل شوي دي

د تایوان یو وزیر وايي نارینه باید په ناسته بولې وکړي.دغه وزیر وايي په تشناب کې کښېناستل د چاپېریال په پاک ساتلو کې ډېره مرسته کوي.

د تایواني وزېر له دې څرګندذونې وروسته، چې باید نارینه په تشناب کې په ولاړه د رفع حاجت کولو په ځای په ناسته دغه کار وکړي، د روغتیا اړوندو کړیو کې پراخ بحثونه پیل شوي دي.

د چاپیریال ساتنې وزیر سټېفن شین وايي د تشناب په کبود د ښځینه وو په څېر کښېناستل د چاپېریال په پاک ساتلو کې ډېره مرسته کوي.

د بي بي سي د یوې خبریالې سېنډې سوې په خبره له دې کبله پراخ انلاین بحثونه پیل شوي دي.

بل لور ته چارواکي وايي په همدې اوونۍ کې به له ځايي حکومتونو وغواړي، چې په عامه تشنابونو کې د کښېناستو په اړه خبرداری خپور کړي.

بل لور ته په ټولییزو رسنیو کې یو شمېر ښځو د دې وړاندېز ملاتړ کړی دی. په تایپي کې زموږ خبریال وايي یو شمېر سړي بیا وايي د دوﺉ لپاره به ګرانه وي، چې هغه څه پرېږدي، چې دوﺉ يې تل کوي.

خو د چاپېریال ساتنې د ادارې چارواکي وايي داسې کول ممکن دي.

د چاپېریال ساتنې د ادارې یو تن مسوول یوان شاو جینګ په دې اړه وايي : موږ غواړو په دې لړ کې له جاپان او سوېډن څخه زده کړه وکړو.

د ده په خبره ( موږ اورېدلي دي، چې په جاپان کې ۳۰٪ نارینه د رفع حاجت لپاره کښېني.)

څارونکي په مستقل ډول د تایوان نژدې ۱۰۰۰۰۰ عامه تشنابونه څاري او درجه بندي يي کوي، چې ډېر ځله لوړې درجې ورکول کیږي، خو بل لور ته د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي لاهم ډېر کار ته اړتیا شته، ځکه چې له یو شمېر دې تشنابونو څخه بد بوی ځي.

په داسې حال کې، چې دغه اداره وايي دوﺉ نه شی کولای سړي د خپل عادت بدلولو ته اړ کړي، چارواکي وايي ځايي ادارو ته به لارښوونه وکړي، چې په عامه تشنابونو کې په دې اړه داسې خبرداری څوړند کړي، چې په دې اړه پکې وړاندیز شوی وي.

د وړاندیز کونکي وزیر په اړه يې ادارې ومنله، چې نوموړی په خپل کور او عامه تشنابونو کې هم هغه ډول رفع حاجت کوي، چې نورو نارینه وو ته يي وړاندېز کړی.

.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .