اسد وايي پوځ یې "بریا ته نور وخت ته اړتیا لري"

د خپريدو وخت: 09:42 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
اسد وايي پوځ یې "بریا ته نور وخت ته اړتیا لري"

اسد وايي پوځ یې "بریا ته نور وخت ته اړتیا لري"

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي چې پوځ یې پر راپورته شوو مخالفانو د بریالیتوب لپاره نور ورخت ته اړتیا لري.

بل خوا، ټلوالې ویلي چې د ادلب په تفتناز هوايي ډګر کې یې له حکومتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۰ څرخي الوتکې ویجاړې کړي دي.

الاسد له "الدنیا" سوري تلوېزیون سره په مرکه کې ویليو چې "موږ مخ پروړاندې روان یو. وضعیت اوس ښه شوی، خو لاهم بریا ته وخت په کار دی. "

سوري ولسمشر له نظامه د ځینو کسانو وتل "د دولتي بنسټونو د پاکولو" د چارې یوه برخه بللې ده.

نوموړی وايي "ولس او هېواد ته وفاداره څوک نه تښتي، له هېواده نه وځي، دا یو مثبت کار دی، ځکه چې دولت ته وفاداره کسان پاتېږي او نور وځي. "

چورلکې

بل خوا، د سوریې ازاد پوځ ویلي چې د ادلب ولایت په تفتناز هوايي ډګر کې یې له حکومتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته د هغوی لس الوتکې ویجاړې کړي دي.

د ازاد پوځ مرستیال جګړن عارف الحکمود بي بي سي ته ویلي چې پر ځینو نورو حکومتي بنسټونو یې هم بریدونه کړي دي.

"قضماني، چې د فرانسې په مرکز پاریس کې مېشته ده وايي، چې "سوري ولس اوس هېڅ ملاتړی نه لري. دوی په ډله ییز ډول داریا کې وژل شوي دي. ""

د تېرې سې شنبې په ورځ سوریه کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې وه، چې د سوري فعالینو د راپور له مخې لږترلږه ۱۸۹ کسان په کې ووژل شول.

بل خوا، د سوري ټلوالې یوې مشرې بسمه قضماني، چې د سوریې ملي شورا کې غړې هم وه، د تېرې سې شنبې په ورځ استعفا وکړه.

په روان کال کې ددغې ډلې ګڼو نورو غړو هم استعفاګانې وکړې.

قضماني، چې د فرانسې په مرکز پاریس کې مېشته ده وايي، چې "سوري ولس اوس هېڅ ملاتړی نه لري. دوی په ډله ییز ډول داریا کې وژل شوي دي. "

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .