د لندن یو پوهنتون د بهرنیو محصلینو له را غوښتلو بې برخې شو

د خپريدو وخت: 18:01 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391

د لندن مټروپولیټن پوهنتون کې ٣٠ زره محصلین لري.

د لندن مټرو پولیټن پوهنتون څخه د بهرنیو محصلینو را غوښتلو واک واخیستل شو. دغه پوهنتون اوس نشي کولې چې له اروپا نه پرته د نورو لويو وچو له هېوادونو محصلینو ته د ویزې غوښتنه وکړي.

تر دې پریکړې وروسته لږ تر لږ دوه زره محصلین ښايي اړ شي چې خپل هېواد ته ستانۀ شي.

چارواکي وايي دغه پوهنتون د حاضرۍ هېڅ کوم ډول حساب نه لري نو په دې اساس ډیری محصلین دلته د پاتې کېدو حق نه لري.

د هغو محصلینو لپاره چې دغې پریکړې پرې اغيز کړی یو کمیسیون جوړ شوی.

د ميټروپولیټن پوهنتون دوه زره غیر اروپايي محصلین یوازې ۶۰ ورځې لري چې بل پوهنتون ته لار پیدا کړي که نه نو له برتانيا به ايستل کيږي.

د برتانیا سرحدي پولیس وايي د لندن مټروپولیټن پوهنتون د ځینو مهمو اسنادو په ساتلو او د سیستمونو په پلي کولو کې پاتی راغلی دی. دوی ته د دوى د سیستمونو په اړه شپږ میاشتې مخکې خبر داری ورکړل شوی و.

دغه پوهنتون ٣٠ زره محصلین لري.

انګلستان کې د لوړو زده کړو د مالي مرستې شورا وایي دا لومړی ځل دی چې داسې یو کار د لندن له میټروپلیټن پوهنتون سره کېږي.

شورا وایي دغه پریکړه به په نورو پوهنتونونو کې په اوسنیو او راتلونکو بهرنیو محصلینو څه اغېز و نه لري. له نورو پوهنتونونو څخه د بهرنیو محصلینو د را غوښتلو حق نه دی اخیستل شوی او د سرحدي پولیسو دا پریکړه په هېڅ ډول پر نورو پوهنتونو اغیز نه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .