"د سي اى اې په زندان کې مړينه وژنه نه وه"

د خپريدو وخت: 08:42 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391
گل رحمن

گل رحمن په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې دننه د سي اى اې په يوۀ زندان کې ومړ

دې پلټنې چې په عراق او افغانستان کې يې د دوو مړينو پوښتنه کوله د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نېټې له بريدونو وروسته يې ١٠١ قضيو ته وکتل.

لوى څارنوال ايريک هولډر وويل داسې بشپړ شواهد نه و چې تر شک ها خوا څه ثابت کړي.

د بشري حقونو يوې مخکښې ادارې دې پايلو ته د " فساد او شرم" نوم ورکړ.

خو د سي اى اې مامورينو د دې موندنو هرکلى وکړ.

د ٢٠١١ کال په جون مياشت کې د امريکا د عدليې وزارت په توقيف کې د دوو سړو پر مړينې د بشپړو جنايي پلټنو چارې پيل کړې.

امريکايي وزارت د مړو شويو کسانو نومونه هيڅکله خپارۀ نه کړل خو لور د لورده داسې رپورټونه وو چې دغه کسان گل رحمن او مندال الجمادي وو.

گل رحمن د ٢٠٠٢ کال په نومبر کې د افغانستان دننه د سي اى اې په يوۀ زندان کې تر هغه وروسته ومړ چې پر يوۀ کانکريټي ديوال پر ځولنو تړل شوى و.

مندال الجمادي بيا د عراق په ابو غرېب زندان کې په ٢٠٠٣ کال کې ومړ او يوۀ پوځي عدلي طب وموندله چې وژل شوى دى.

د ترهگرۍ ضد چارو کې د سي اى اې پخواني مشر جوزې رادريگيز وويل دى د هغه څه له امله خواشينى نه دى چې " پر مخ تللې پوښتنې گروېږنې" يې بولي.

خو د امريکا د مدني ازاديو د ټولنې د عدلي برخې مرستيال جمېل جعفر وويل د پلټنو دا پايله " تر شرم او فساد " کمه نه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .