استراليا وايي له افغانستانه تر وخت وړاندې نه وځي

د خپريدو وخت: 16:43 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د استراليا د دفاع وزير سټيفن سمېت

استىراليا ويلي دي چې په يوې ورځ کې يې د پنځو پوځيانو له وژل کېدو سره سره به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د رايستلو لړۍ نه چټکوي او خپل ماموريت به پر خپل وخت بشپړوي.

د فرانسې خبري اژانس د استراليا د دفاع وزير سټيفن سمېت له خولې ويلي دي چې د يوه افغان همکار له خوا د دريو استراليايي پوځيانو وژل کېدل او بيا د چورلکې پېښې کې د دوو نورو مړه کېدل د ده کاري تاريخ کې تر ټولو بده ورځ ده.

خو ده زياته کړې ده چې دا به د دوى په ژمنې هيڅ اغېز نه کوي او ماموريت ته به دوام ورکوي ده وويل چې ماموريت ته دوام سم کار دى.

سټيفن سمت چې خبريالانو سره يې د خپلو ۵ سرتېرو له وژل کېدو وروسته خبرې کولې وويل چې " موږ افغانستان کې د تل لپاره نه شو پاتې کېدى، نه هم غواړو چې هلته د تل لپاره پاتې شو خو که سم لاسي او له وخت وړاندې ووځو دا به هم سم نه وي"

ده وويل چې د پلان بدلول به د دې خطر زيات کړي چې افغانستان په يو ترورستي مرکز بدل شي.

د چارشنبې په ورځ افغان امنیتي چارواکيو ويلي و چې په دوو جلا پېښو کې پنځه تنه استرالیايي پوځیان ووژل شول.

درې تنه په روزګان ولایت کې د یوه کس له خوا چې د افغان پوځ جامې یي اغوستې وې په ډزو ووژل شول. په هغه پېښه کې دوه پوځیان ټپیان شوي هم وو.

په يوه بله پرمختيا کې بيا په هلمند کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله دوه تنه استرالیايي پوځیان وژل شوي وو.

د استرالیا لومړۍ وزیرې ګیلارډ په کوک ټاپو ګانو کې یوه غونډه د خپلو سرتيرو د وژنې له خبره وروسته نیمګړې پرېښوده او ويې ويل په یوه داسې جګړه کې چې له زیانونو ډکه ده دغه زموږ لپاره په افغانستان کې تر ټولو زیانمنونکې ورځ وه.

ولسمشر حامد کرزی د افغان سرتيرو په جامه کې د استراليايي ځواکونو وژنه وغندله او دا يې د هغه چا کار ب وبالۀ چې د دۀ په وينا نه غواړي افغانستان د ځواکمن ملي ځواک خاوند شي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .