نړیوال بانک د خوړو بیې بدې بولي

د خپريدو وخت: 16:51 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د خوړو په بيو کې دا وروستى زياتوالى ډېر ډراماتيک دى.

د نړيوال بانک مشر خبردارى ورکړى دى چې د خوړو په بيې کې زياتوالى د نړۍ په گوټ گوټ کې په ميلیونونو کسانو باندې اغېز کوي.

نوموړی وايي په افريقا او منځني ختيځ کې خلک له دې امله له زيات خطر سره مخامخ دي.

نړيوال بانک وايي د خوړو بيو کې امريکا، روسیې اوکرایين او قزاقستان کې د وچکالۍ له امله د جولای په مياشت کې ۱۰ فيصده زياتوالى راغلى دى.

د خوړو په بيو کې دا وروستى زياتوالى ډېر ډراماتيک دى.

د سږ کال د جون او جولای په میاشتو کې د جوارو، غنمو بیې ۲۰ فيصد زياتوالى راغلى دى يوازې د وريجو بيه ټيټه شوې ده.

په ټوليز ډول د خوړو د بيو په اړه د نړيوال بانک شاخېس ۱۲ مياشتې وړاندې په جولای کې شپږ فيصد لوړتللى دى.

د دې علت دوې لويې وچکالۍ ښودل شوي دي. په امريکا کې پراخې وچکالۍ چې نيمې پېړۍ کې ېې بېلگه نه ده ليدل شوې د جوارو فصل ډېر اغېزمن کړى دى.

روسیې، اوکرایين او په قزاقستان کې غنمو ته ډېر تاوان اوښتی دى چې په دې لړ کې ډېر د پام وړ زيان وړاندوينه شوې ده.

نړيوال بانک وايي تر اوسه داسې نه گڼي چې څلور کاله وړاندې د خوړو راغلى کړکيچ به بيا تکراريږي خو د دې ادارې مشر خبردارى ورکوي چې د خوړو په بيو کې ډېروالى دې ته نه شي پرېښودل کېدى چې د نړۍ زيانمنونکو ټولنو لپاره د ټول عمر گواښونو باندې بدل شي.

دى وايي افريقا او منځنى ختيځ په ځانگړې توگه له گواښ سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .