مالیزیایۍ ښځې د جنسي تېریو له کبله اندېښمنې دي

د خپريدو وخت: 12:38 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

دغه دوه سړي له ۱۲ کلنو نجونو سره د جنسي اړيکو په لرلو پړه و چې سزا يې ۲۰ کاله بند ده.

په مالېزيا کې د بشري حقونو فعالان له هغه وروسته چې پر جنسي تېري پړه دوه سړي له زنداني کېدو خلاص شول وايي د بل هر مهال په پرتله اوس مېرمنې ډيرې زيانمنونکې دي.

دغه دوه سړي له ۱۲ کلنو نجونو سره د جنسي اړيکو په لرلو پړه و چې سزا يې ۲۰ کاله بند ده. خو قاضيانو په مشروط ډول دوى وبخښل چې د خلکو قهر اوغصه يې را وپاروله.

دغه گام داسې مهال پورته کېږي چې دغلته د مېرمنو پر وړاندې د جرمونو پر ډېرېدو اندېښې زېاتې شوي دي.

په دواړو قضيو کې محکمو وويل د جنسي اړيکو په ټينگولو کې موافقه موجوده وه ځکه وايي دواړه سړيو له يوې ۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې انجلۍ سره د جنسي اړيکو په لرلو کې له زوره کارنه دى اخيستى.

حتى يوه قاضي خو دا استدلال هم کړې چې په مشروط ډول له دغو دوه و د يوه بخښل خورا مناسب کار و ځکه دى د مالېزيا د بولينگ د ملي ډلې غړى دى او روښانه راتلونکى به ولري.

خو ډېرو مالېزيا نو بيا په انټرنېټ کې د پيغامونو په پرېښودو سره د محکمو پر دې پرېکړو خپله غصه څرگنده کړې او هغه يې خندونکې بللې دي.

دا لومړى ځل نه دى چې پر جنسي تېري پړه کسان له زنداني کېدو خلاصېږي خو دغه پرېکړه داسې مهال کيږي چې پر مېرمنو د تېريو رپوټونه ډېر شوي دي.

آ وي جوسا چې په مالېزيا کې د مېرمنو د خېر ښېگڼې له يوې ټولنې سره کار کوي په دې اړه وايي:

" موږ يوازې د هغو کسانو په اړه چې زموږ د ملگرو ملگري دي او تېری پری شوی او يا يې غلا شوې ده، خبرې يو. موږ داسې کسان هم پېژنو چې موږ ته ډېرې نژدې دي. د بېلگې په ډول زموږ د دفتر پرهر غړي تېرى شوى دى. په دې ډول دا هغه څه دي چې موږ ورسره ژوند کوو او موږ پرې ډېرې اندېښمنې يو".

چارواکي دا ردوي چې گنې د جرمونو کچه لوړه شوې ده خو ډېرى خلک د چارواکو په دې خبرې باور نه کوي او دا يې زړه ته نه لوېږي چې گنې حکومت د مېرمنو دفاع او ساتنه کوي.

ځيني کسان خو دا هم وايي چې وروستۍ پېښې د دې څرگندويي کوي چې حتى ماشومان هم خوندي نه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .