په لومړي ځل مصرۍ خبریاله په حجاب کې ښکاره شوه

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

په مصري تلوېزیون کې دا بدلونونه د ځینو هغو وېرو په لړ کې رامنځ ته شوي، چې خبریالان وايي، نوي ایډيټران ښايي د اسلام پالو د عقایدو مخالف څيزونه په رسنیو کې پرېنږدي.

د مصر په دولتي تلوېزیون کې یوې ښځینه وړاندې کوونکې د لومړي ځل لپاره په حجاب کې خبرونه وړاندې کړل.

وروسته له هغه چې د اخوان المسلمین په مشرۍ حکومت نوي قوانین معرفي کړل، دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینه وړاندې کوونکې پر تلوېزیون په حجاب کې څرګندېږي.

له قاهرې د بي بي سي خبریال جان لاین په خپل راپور کې وايي ګومان کېږي چې له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې چې په مصر کې دولتي تلوېزیون جوړ شو دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینه وړاندې کوونکې فاطمه نبیل په دې ډول یعنې په حجاب کې خبرونه وړاندې کوي.

د پخواني ولسمشر حسني مبارک د رژیم پرمهال د تلوېزیون پر هغو ښځینه کارکوونکو غیر رسمي بندیز وو، چې خپل وېښتان به یې پټول یا حجاب یې کاوه او د تلوېزیون پر پرده څرګندېدل.

خو له دې کار سره په پراخه کچه مخالفت کېده او له اسلامي اصولو سره په تکر کې ګڼل کېده.

حجاب

د مصر د اطلاعاتو وزیر صالح عبدالمقصود وايي په دغه هېواد کې په سلو کې څه باندې اویا ښځې حجاب کوي او په نورو عربي نړیوالو تلویزیونونو کې هم هغه ښځې په دندو ګومارل کېږي چې اسلامي حجاب کوي.

فاطمې نبیل بي بي سي ته ویلي په مصر کې پاڅون لږترلږه تر دولتي تلوېزیون ورسېد.

اوس تمه کېږي چې له دې وروسته به د تلوېزیون نورې ښځینه کارکوونکې هم په اسلامي حجاب کې د تلوېزیون پر پرده څرګندېږي.

د محمد مرسي له کامیابېدا مخکې د مصر په عامه ځایونو، هوټلونو، د هوايي شرکتونو ښځينه کارکوونکې حجاب کولو ته نه هڅول کېدې؛ ځکه چې مخکنیو مصري چارواکو غوښتل چې نړیوالو ته د مصر یو داسې انځور وړاندې کړي، چې ګني له حجاب سره مخالف دی.

په مصري تلوېزیون کې دا بدلونونه د ځینو هغو وېرو په لړ کې رامنځ ته شوي، چې خبریالان وايي، نوي ایډيټران ښايي د اسلام پالو د عقایدو مخالف څيزونه په رسنیو کې پرېنږدي.

دولتي پلوې (اکتوبر) مجلې د تېرې میاشتې د ګڼې په پوښتۍ د ولسمشر مرسي یو داسې انځور کښلی و، چې خپل اس یې له پړي نیولی، او ځان خلکو ته یو اس سپور ښيي، او تر څنګ یې یو پیغام لیکل شوی چې "پاڅون پیل شو."

د رسنیو په چارو کې کارپوهه فریده الشباشي وايي "غواړم رسمي رسنۍ حقیقت په ډاګه کړي، او که واکمن هرڅوک وي، باید له پلورۍ او خدمت یې لاس واخلي. له رسمي رسنیو نه غواړم چې د لمانځه کولو پرمهال ووايي، ولسمشر ژاړي. غواړم دا ووايي چې ولسمشر څرنګه د هېواد اقتصاد ته وده ورکولی شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .