اخضر ابراهیمي څوک دی؟

د خپريدو وخت: 06:52 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
اخضر ابراهیمي

ابراهیمي قانون او سیاسي علوم په الجزایر او فرانسه کې لوستي، په عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبه روانې خبرې کوي.

۶۸ کلن الجزایری دپلومات الاخضر الابراهیمي په عربي او اسلامي نړۍ کې پوره دپلوماتیکه تجربه لري.

نوموړی په اتیایمه لسیزه کې د عربي ټولنې مرستیال مشر او بیا په ۹۰ لسیزه کې د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.

همدارنګه، په اوسني سوري وضعیت کې هم د کړکېچ د هواري لپاره د نړیوال استازي په توګه ګمارل شوی دی.

نوموړی هڅه کوي چې سوریه کې کورنۍ جګړه پایته ورسوي او د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

ابراهیمي په افغانستان او عراق کې هم د ملګرو ملتونو استازی پاتې شوی دی.

دغه دپلومات په ۲۰۰۴ کال پر عراق د امریکا تر بریدونو او د صدام حسین له پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټاکل شوی و.

خو افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ابراهیمي د ملګرو ملتونو یو جګپوړی استازی و، او د طالبانو له تګ وروسته په ۲۰۰۱ کال ددویم ځل لپاره د افغانستان د اساسي قانون د جوړېدو په چاره کې مشورې ترې وغوښتل شوې.

او په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افریقا تر ټاکنو مخکې د ملګرو ملتونو استازی هم ټاکل شوی، چې په لړ کې یې نیلسن مانډيلا واک ته ورسېد، خو بیا وروسته ابراهیمي په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ کلونو کې د هایټي لپاره د ملګرو ملتونو استازی شو.

اخضر ابراهیمي د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت، یمن، لایبریا، نایجریا او سودان کې هم د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده مخته وړې ده.

په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال ابراهیمي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ځواکونو لنډه مشري هم کړې ده.

په ۱۹۹۴ کال په رواندا او ۱۹۹۵ کال په بوسنیا کې د ټولوژنې په باب ابراهیمي د ملګرو ملتونو پر خپاره شوي راپور نیوکه وکړه.

زهرجن سیاست

په عراق کې د ابراهیمي د دندې پرمهال نوموړي د اسراییلو سیاست ته د "لویو زهرو" خطاب کړی و.

که څه هم ابراهیمي په ۲۰۰۵ کال په رسمي توګه متقاعد شو، خو ګڼو نړیوالو غونډو ته بلل شوی او ویناوې یې په کې کړي دي.

ابراهیمي د "کبار" یعنې (لویان) په نامه ډلې غړی دی، چې دغه ډله په ۲۰۰۷ کال د نیلسن مانډیلا په مشرۍ د ځینو نړیوالو مشرانو په غړیتوب د بشري حقونو او سولې راتلو په موخه جوړه شوه.

ابراهیمي ددغې ډلې د استازي او غړي په توګه په ۲۰۱۰ کال کې سوریې، د فلسطين غزې، مصر او اردن ته د سوله ییزو خبرو په موخه سفرونه وکړل.

"ابراهیمي قانون او سیاسي علوم په الجزایر او فرانسه کې لوستي، په عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبه روانې خبرې کوي او درې زامن لري."

الاخضر ابراهیمي په ۱۹۳۴ کال په الجزایر کې زیږېدلی او په ۱۹۵۶ کال یې له فرانسې د خپل هېواد د خپلواکۍ د اخیستو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

نوموړي په دې مبارزه کې د جنوب ختيځې اسیا د ملي خپلواکۍ د جبهې د یوه استازي په توګه ټيک پنځه کاله مبارزه وکړه.

له فرانسې د الجزایر د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته نوموړی په مصر کې د خپل هېواد سفیر او له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۹ پورې په قاهره کې د عربي ټولنې د دایمي استازي په توګه وټاکل شو.

برتانیا کې یې هم د الجزایر د سفیر په توګه دنده مخته وړې ده.

ابراهیمي قانون او سیاسي علوم په الجزایر او فرانسه کې لوستي، په عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کولی شي او درې زامن لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .