م.م: د سوریې ښکېلې غاړې په لوی لاس خلک وژني

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391
بان کي مون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په سوریه کې روان وضعیت او انسان وژنه تر ټولو خطرناکه بللې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په سوریه کې روان وضعیت او جګړه ډېره خطرناکه بللې ده.

همدارنګه، سوریې ته نړیوال استازي کلېکاږل اخضر ابراهیمي ویلي چې د سوریې کړکېچ ختمولو ته باید نړیوال سره یو شي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کلېکاږل ابراهیمي وویل، چې سوریه کې پر ولسي وګړو اور بل دی، چې تر دې مهاله "ګڼ" ولسي وګړي وژل شوي.

نوموړي په خپله دنده کې د نړیوالو د ملاتړ او عاجل اقدام غوښتنه وکړه:

"په سوریه کې د بشري وژنو او ویجاړیو کچه اوج ته رسېدلې ده، او حالات لا د بحراني کېدو په لور روان دي."

کلېکاږل ابراهیمي وویل، چې راتلونکو څو ورځو کې به د عربي ټولنې له عمومي منشي نبیل العربي سره د خبرو لپاره قاهرې ته ولاړ شي.

د سوریې د کړکېچ ختمولو لپاره دغه نوي نړیوال استازي دا هم ویلي چې د استازي په توګه به د لومړي ځل لپاره په راتلونکو څو ورځو کې دمشق ته سفر وکړي.

"د سوریې په کړکېچ کې د حل موندونکو هېوادونو غړو هم د جګړې د پایته رسولو په خاطر د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده."

مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې ابراهیمي به ژر دمشق ته ورشي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په سوریه کې روان وضعیت او انسان وژنه تر ټولو خطرناکه بللې ده.

بان کي مون په ټينګو ټکو پر سوري حکومت او مخالفو وسله والو نیوکه وکړه، چې په لوی لاس ولسي وژنې کوي او له ښکېلو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چې د جګړې دواړې ښکېلې غاړې د سوري ولس دردونه او کړاوونه لا پسې ډېروي.

د سوریې په کړکېچ کې د حل موندونکو هېوادونو غړو هم د جګړې د پایته رسولو په خاطر د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

سوري کډوال

سوري کډوال

په تېر اګست کې شاوخوا پنځوس زره سوري وګړي له هېواده وتلو ته اړ شوي.

بل پلو، د ملګرو ملتو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ادارې مسوولین وايي د تېرې یوې میاشتې په موده کې د سوریې تقریباً یو لک اوسېدونکو خپل ټاټوبې پرې اېښی دی.

د تېر کال په مارچ میاشت کې د بحران له پیل کېدو وروسته دغه تر ټولو زیات شمېر بلل کیږي.

له وروستیو شمېرو داسې معلومیږي، چې د دغه شمېر نیمايي سوري اوسېدونکي د اګست په میاشت کې له هېواده وتلي دي.

د کډوالو د چارو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر آنتونیو گوترس بي بي سي ته وویل، چې هغه هېوادونه چې له سوري کډوالو سره مرسته کوي او هغوی ته يې خپلې پولې پرانېستې دي، نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

که ددې راپور او یا نورو راپورونو او مطالبو په اړه کومه تبصره یا نظر لرﺉ، لطفاً د کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .