کابل حقاني شبکه په تور لست کې گډول غواړي

د خپريدو وخت: 11:38 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391
حقاني

تېره میاشت د امریکا کانګرس د یوه قرارداد په وسیله حقاني شبکه تروریستي سازمان بللی و.

راپورونه وايي چې د امریکا متحده ایالتونه پاکستان کې مېشته حقاني شبکه، چې ویل کېږي له پاکستان سره اړیکي لري، په تور لیست کې راولي.

دغه شبکه په افغانستان کې پر افغان او بهرني مهمو بنسټونو د بریدونو پړه ګڼل کېږي.

په واشنګټن کې د جګړیه ییزو مطالعاتو وروستي راپور ویلي، چې حقاني شبکه د پاکستان له لوري د یوه اغېزناکه ډلې په توګه کارول کېږي.

راپور کاږي، چې پاکستان له تېرو نژدې ۳۰ کالو راهیسې له دغې شبکې د خپلې ګټې په خاطر کار اخلي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې حکومت تل له وسله والو مخالفانو سره د سولې پر بهیر ټینګار کوي، خو وايي چې حقاني شبکه له القاعدې سره هومره نژدې ده، چې هېڅکله خبرو ته غاړه نه ږدي.

د ملي امنیت ویاند شفیق الله طاهري بي بي سي ته وویل: ''تر کومه چې موږ ته معلومېږي، حقاني شبکه له هغو ترهګرو ډلو څخه ده، چې هېڅکله د خبرو لپاره چمتو نه ده، همدا ده چې موږ د امریکا ددې اقدام هرکلی کوو، چې حقاني شبکه په تور لیست کې راولي.''

ښاغلي طاهري وویل، چې په تور لیست کې د حقاني شبکې شاملول او بندیزونه پرې لګول به ددغې شبکې پر فعالیتونو اغېز وکړي.

حقاني شبکه

  • حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې روزنیز ځایونه لري، چې له هغه ځایه افغانستان کې پر ناټو، امریکايي او افغان حکومت بریدونه طرحه کوي.
  • ددغې شبکې مشران له وسله والو طالبانو سره نژدې اړیکي لري، او له القاعدې سره یې هم د اړیکو په اړه خبرې کېږي.
  • ددغې شبکې مشري له پخواني شوروي اتحاد سره د وخت د مجاهدینو د مشر جلال الدین حقاني او د هغه د زوی سراج الدین حقاني پر غاړه ده.
  • جلال الدین حقاني په ۱۳۷۰ هجري لمریز کال خوست ښار د ډاکټر نجیب الله د حکومت له منګولو ونیو.
  • که څه هم دا شبکه خپل ځای نه ښيي، خو شمالي وزیرستان یې د فعالیت اصلي ځای بلل کېږي.
  • جلال الدین حقاني په ۱۳۷۱ کال د کابل تر سقوط وروسته د پخوانیو مجاهدینو په لومړنۍ کابینه کې د عدلیې وزیر ټاکل شوی و.
  • حقاني په ۸۰مه زیږدیزه لسیزه کې د امریکايي ولسمشر رونالد ریګن له خوا سپینې ماڼۍ ته وغوښتل شو، چې په ۹۰مه لسیزه کې حقاني د طالبانو له حکومت سره یوځای شو.

خو د پوځي چارو افغان کارپوه عبدالرشید وزیري بیا په دې اند دی چې د امریکا له لوري پر حقاني شبکې دا ډول بندیزونه او په تور لېست کې شاملول کوم څرګند اغېز نه شي لرلی.

ښاغلي وزیري بي بي سي ته وویل، دغه شبکه په تور لېست کې راوستل د پاکستان پر حکومت، پوځ او استخباراتو د امریکا دا فشار ډېرولی شي، چې ورته ووايي، هغه ترهګر چې تاسې ځای ورکړی، زموږ په تور لېست کې شامل دي:

''یو اغېز لرلی شي چې پاکستان ته امریکا ووايي، تاسې پخپله خاوره کې هغو ترهګرو ته ځای ورکړی، چې زموږ په تور لېست کې دي. نو تاسې له هغوی سره مرسته مه کوﺉ، خو پاکستان دې خبرو ته غوږ نه نیسي، پاکستان القاعدې او د هغې بنسټګر او مشر اسامه ته ځای ورکړی و.''

''حقاني زموږ اصلي شتمني ده''

عبدالرشید وزیري وايي، چې پاکستان به هېڅکله له حقاني شبکې د مرستې لاس وانخلي، ځکه چې په وینا یې د پاکستان د پوځ مشر په ډاګه ویلي وو چې ''حقاني زموږ اصلي شتمني ده''.

وزیري دا هم وویل چې د حقاني د کورنۍ جنګي قومندانان شمالي وزیرستان کې ای ایس ای او پوځ په غېږ کې نیولي دي، چې د ملکي حکومت زور هم نه ورته رسېږي.

څو ورځې وړاندې د امریکاد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي وو، په ټاکلي وخت به هغه رپوټ کانګرېس ته وړاندې کړي، چې ایا حقاني شبکه تروریستي ډله وبلل شي او که نه.

د یادونې ده، چې تېره میاشت د امریکا کانګرس د یوه قرارداد په وسیله حقاني شبکه تروریستي سازمان بللی و.

د یادونې ده، چې د حقاني شبکې یو شمېر مشران له مخکې ترهګر بلل شوي، او د نیولو یا یې په اړه د کره معلوماتو د ورکړې لپاره سلګونه زره ډالر انعام اېښودل شوی دی.

په تېره مې میاشت کې هم د امریکا ځینو کانګریسي غړو له بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په لېست کې د حقاني شبکې د اضافه کولو غوښتنه کړې وه.

دوی په یوه لیکل شوي لیک کې ویلي چې پاکستاني مېشتې دغې شکبې افغانستان کې د امریکا ګټو ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .