هند له پاکستان سره حل لارې غواړي

د خپريدو وخت: 10:53 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

دا خبرې ښاغلي کرشنا پاکستان ته د سفر په ترڅ کې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ايس ايم کرېشنا وايي هند لا له وړاندې غوښتل چې په سوېلي اسیا کې د اتومي وسلو خپل سیال او ګاونډي پاکستان سره خپلې اړیکې د خبرو له لارې ورغوي.

دا خبرې ښاغلي کرشنا پاکستان ته د سفر په ترڅ کې وکړې.

ښاغلی کرېشنا چې په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی خبریالانو ته وويل "موږ ټولو د هغو موضوعاتو په اړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې اړیکې خړې پړې کړي دي د یو حل پېدا کېدو ته ژمن یو".

ښاغلي کرېشنا زیاته کړه: "زه د پاکستان خلکو ته د هند د ښه نیت له پېغام سره راغلی یم او غواړم په دې ټینګار وکړم چې هند غواړي یو ارامه او با ثباته پاکستان وويني."

په دغه درې ورځني سفر کې به ښاغلی کرېشنا د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا ربانی کهر سره هم وګوري.

دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تېره میاشت له هندي لومړي وزیر منموهن سنګ سره په هغه سر مشریزه کې وکتل چې په تهران کې جوړه شوې وه.

پاکستان او هند له هغه وروسته د سولې خبرې و ځنډولې چې له پاکستان نه يوې اسلام پالې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبۍ بریدونه وکړل او ۱۶۶ کسان يې ووژل.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال کې له برتانيا څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته درې وارې جنګونه سره کړي دي چې دوه يې د کشمیر پر سر و .

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .