برتانوی شهزاده هاري افغانستان ته استول شوی

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

دا افغانستان ته د ده دويم تگ دى.

شهزاده چې د اپاچي چورلکو پيلوټ دى، پرون شپه په هلمند کې د برتانوي ځواکونو لويې اډې- کمپ باستين ته ورسېد.

دا ٢٧ کلن شهزاده به چې تر پلار او مشر ورور وروسته د برتانيا سلطنت ته د رسېدونکو په کتار کې درېيم ځاى لري، د طالبانو خلاف په جگړه ييزو هڅو کې گډون کوي.

دا افغانستان ته د ده دويم تگ دى.

لومړى ځل يې پر ٢٠٠٧- ٢٠٠٨ کلونو ١٠ اوونۍ په هلمند کې تېرې کړې وې، خو کله چې يې د پټ تگ خبره رسنيو برسېره کړه، نو را وايستل شو.

دى چې پوځي نوم يې تورن ويلز دى، د پوځ د هوايي ځواک له يوه ۱۰۰ کسيز ټولگي سره تللى دى.

د هوايي ځواک د گډ ټولگي قوماندان تورن جک گورډن وويل: "د ده کار به ستونزمن او ننگوونکى وي او ما غوښتنه کړې چې دى خپلې دندې ته پرېښودل شي چې په ډگر کې له ملگرو ځواکونو سره مرسته وکړي."

شهزاده هارى تر خپل ترۀ شهزاده ويليام وروسته چې په فالکلنډ کې جنگېدلى و، د سلطنتي کورنۍ لومړنى غړى دى چې په مخامخ جگړو کې گډون کوي.

د برتانيا دفاع وزارت اپاچي چورلکو ته گواښ چې شهزاده هاري به يې چلوي، "ټيټ" بولي.

سره له دې چې طالبانو په دې وروستيو کې د يو شمېر اپاچي چورلکو د غورځولو ادعا کړې، خو له ٦٧ برتانوي اپاچي چورلکو څخه يوه هم تر اوسه نه ده غورځول شوې.

اپاچي يرغليزې چورلکې د ټانکونو د موندلو او ويجاړولو لپاره جوړې شوي او په توغنديو او مشينگڼو سمبال وي.

هاري په دې وروستيو کې د لندن په اولمپيک لوبو کې جوت گډون درلود او چې لوبې پای ته ورسېدې، د امريکا لاس وېگاس ته د هوساينې لپاره ولاړ او هلته يې بربڼد عکسونه را ووتل.

شهزاده هاري چې څلور کاله د مخه د هغه ژوندانه ته د گواښ له وېرې له افغانستانه ايستل شوى و، په تېر پسرلي کې يې شکايت وکړ چې "که جگړې ته نه شم تلاى نو په پيلوټۍ کې مې د روزنې گټه څه وه."

د هلمند په پوځي اډه کې به شهزاده هاري په يوه کانتينر کې اوسي او د پوځي ټولگي يو بل غړى به يې د کوټې ملگرى وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .