ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدا لسګونه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 09:13 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

ترکیه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تېرېدو یوه لاره ده.

د سوریې په لوېديځ کې ختيځ یونان ته نژدې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده، چې له کبله یې ۶۰ مسافر وژل شوي دي.

ترکي چارواکي وايي، چې په کډوالو کې ماشومان هم دي.

د ترکیې د لوېديځ ازمیر ولایت د سمندري سیمو مشر تحسین قرطبي اوغلو ویلي، په ۳۱ وژل شوو ماشومانو کې درې تي رودونکي دي، چې زیاتره مسافر فلسطيني وګړي دي.

وړاندې د ازمیر والي اردهان توتوک ویلي وو چې ژغورندویه ډلو تر اوسه د ۵۴ کسانو مړي رایستلي او وايي چې لاهم په بېړۍ کې د ۱۵ نورو کسانو مړي شته.

دی زیاتوي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د بېړۍ چلوونکی او د هغه مرستیال، چې دواړه ترکیان دي، د ترکي چارواکو له خوا نیول شوي دي.

د ترکیې یوه تلوېزیون مخکې ویلي وو چې په دې کښتۍ کې ۱۰۲ کسان سپاره وو، چې د ترکیې له احمد بیلي سیمې تر تېرېدا وروسته په سمندر کې له یوې لویې تیږې سره جنګېدلې ده.

سرچینې داهم ویلي چې په وژل شوو کې عراقي او د سوریې وګړي هم دي، چې برتانیا ته یې د تګ نیت درلود.

ډېر ځلې ناقانونه کډوال د ترکیې او یونان له لارې اروپا ته ځانونه رسوي، چې ځینې وخت له مرګونو پېښو سره مخامخېږي.

ترکیه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تېرېدو یوه لاره ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .