پاکستان وايي د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه به پلي کوي

د خپريدو وخت: 13:24 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د افغان کډوالو لانجه لا هم د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د يوې ستونزې په توگه پاتې ده.

پاکستاني چارواکي وايي د دې کال تر وروستۍ نېټې د ټولو افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه هرو مرو پلي کوي.

خو د کډوالو مسوول وزير ټينگار وکړ چې دا کار به د ملگرو ملتو د کډوالو ټولنې په همکارۍ او په خپله خوښه ترسره کېږي.

چارواکي وايي د ايستلو پرېکړه به پر ټولو افغانانو، که ثبت شوي وي او که نه پلې کېږي.

په پاکستان کې افغان سفارت پر دې پرېکړې اندېښنه ښودلې او وايي دواړه حکومتونه به په ترکيه کې د راروانې غونډې پر مهال د حل يوه لاره وڅېړي.

په پاکستان کې نژدې دوه ميليونه کډوال ژوند کوي چې د ناثبت شويو د ايستلو وروستۍ نېټه يې تېره مياشت پوره شوه.

د افغان کډوالو لانجه لا هم د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د يوې ستونزې په توگه پاتې ده.

په تېرو لسو کلو کې څو ځله اسلام آباد افغانانو ته د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې او بيا غزولې ده. وروستنۍ يې، همدا څه کم دوه اوونۍ دمخه پوره شوه.

افغانان- هم حکومت او هم کډوال په دې باور دي چې په يو ځل د دومره ډيرو وگړو ستنېدل د افغانستان ټولنيز او اقتصادي حالت نور هم څپ څپانده کولى شي او له اسلام آباد نه د زغم غوښتنه کوي.

د افغان کډوالو د پاتېدنې وروستۍ نېټه د دې ميلادي کال تر وروستۍ ورځې ده چې دواړو خواوو پرې له ملگرو ملتو سره نژدې دوه کاله دمخه هوکړه کړې وه.

اوس د پاکستان حکومت وايي چې دغه نېټه نه اوږدېږي او افغانانو ته په کار ده چې سر له همدا اوسه د وتلو چمتووالى وکړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو کره شمېر څرگند نه دى، خو له دوو تر دريو ميليونو بلل کېږي چې پر ټول پاکستان خپاره دي.

د دوى ډېرئ د دويم نسل وگړي دي چې همدغلته زېږېدلي او په خپل اصلي هېواد کې له اوسېدو ترهه لري.

افغان چارواکو له پاکستان نه د زغم غوښتنه کړې.

دوى وايي د دغسې اعلانو په درشل کې پوليس د کډوالو په ځورولو پيل کوي چې بېلگې يې همدا اوس په ډېرېدو دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .