الظواهري د ابو یحیی اللیبي وژنه ومنله

د خپريدو وخت: 07:27 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391
ابو یحیی اللیبي

ابو یحیی اللیبي د القاعدې شبکې یو تر ټولو لوی پلان جوړوونکی ګڼل کېده، چې په کیمیا کې یې لوړې زده کړې کړي دي، او څو ځلې له څارګرو الوتکو بچ شوی دی.

د القاعدې اوسني مشر ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د یوه جګپوړي دویم مشر ابو یحیی اللیبي وژنه تایید کړې ده.

امریکا په تېر جولای کې ادعا وکړه، چې اللیبي پاکستان کې بې پیلوټه څارګرو الوتکو وژلی دی.

یمني چارواکو بیا پخپل تازه راپور کې ویلي چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دویم سعودي الاصله مشر سعید علي الشهري وژل شوی دی.

الظواهري په یوه خپاره کړي وېدیويي کلیپ کې ویلي، چې ''د اسلامي امت، مجاهدینو، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر او لیبیا کې د مجاهدینو لپاره د خواشینۍ خبر دی، چې د لیبیا زمری شیخ حسن محمد قايد وژل شوی.''

ایمن الظواهري د اللیبي د وژنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه وېدیويي وینا یې په تېره روژه میاشت کې ډکه کړې ده.

د القاعدې شبکې دغه مشر له صلیبیانو سره د جګړې پیلولو غوښتنه کړې ده ''ای اسلامي امته او د لیبیا د عمر مختار بچیانو، دا دی ابو یحیی ولاړ، د خپل ځان په څېر مجاهدین یې وروزل او بیا صلیبیانو دی وواژه. له صلیبیانو سره جګړې ته راپاڅﺉ.''

په تېر جولای کې امریکايي او پاکستاني استخباراتي چارواکو وویل، چې ابو یحیی اللیبي په هغه برید کې وژل شوی، چې په شمالي وزیرستان کې د امریکا څارګرو الوتکو کړی دی.

ابو یحیی اللیبي

  • ابو یحیی اللیبي په ۱۹۶۳ کال لیبیا کې زیږېدلی، چې د ۲۰۱۲ د جون پر څلورمه پاکستان کې ووژل شو.
  • پوره نوم یې محمد حسن قاید دی، چې له القاعدې سره تر یوځای کېدا مخکې د لیبیا د جهادي ډلو په لیکو کې جنګېدلی دی.
  • نوموړي پر خپلې عربي ژبې سربېره، په اردو، پښتو، او انګلیسي خبرې کولې.
  • اللیبي د افغانستان په امریکايي بګرام زندان کې ساتل شوی، چې د ۲۰۰۵ د جولای پر لسمه له ځینو جګپوړو القاعده بندیانو سره له دې زندانه په توه شپه وتښتېد.
  • امریکا هغه یو جنګي، شاعر، د کیمیا عالم او مسلکي جنګي قومندان بللی و.

ابو یحیی اللیبي د القاعدې شبکې یو تر ټولو لوی پلان جوړوونکی ګڼل کېده، چې په کیمیا کې یې لوړې زده کړې کړي دي، او څو ځلې له څارګرو الوتکو بچ شوی دی.

د ابو یحیی اللیبي او سعید علي الشهري وژنه د القاعدې شبکې لپاره د اسامه تر وژل کېدا وروسته یو ملا ماتوونکی ګوزار دیی.

د القاعدې شبکې بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن د تېر ۲۰۱۱ په مۍ کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

ابو یحیی اللیبي د ۱۹۹۰ لسیزې په سر کې افغانستان ته ولاړ، چې وړاندې یې په افریقا کې دوه کاله اسلامي زده کړو ته ځانګړي کړي وو.

اللیبي لومړی د پاکستان له لوري ونیول شو، چې بیا وروسته ایساف ځواکونو په بګرام زندان کې بندي کړ.

خو د ۲۰۰۵ د جولای پر لسمه له بګرامه له ځینو مهمو القاعده بندیانو سره په توره شپه وتښتېد.

د ۲۰۰۵ د نومبر پر څلورمه، اللیبي د روژې په میاشت کې پر العربیة عربي تلوېزیون راڅرګند شو، او له بګرام زندانه یې د خپلې کامیابې تېښتې کیسه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت اللیبي د ۲۰۰۶ په اکتوبر کې د هغو کسانو په لیست کې راوست، چې امریکا ته ډېر مطلوب وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .