حسن شیخ محمود د سومالیا ولسمشر شو

د خپريدو وخت: 06:45 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391
حسن شیخ محمود

حسن شیخ محمود د سولې او پرمختګ په نامه د یوه ګوند مشر هم دی.

د سوماليا پارلمان حسن شيخ محمود د هېواد د نوي ولسمشر په توگه غوره کړيدى.

ښاغلى محمود چې بې له ځنډه يې د خپلې دندې لوړه وکړه، په پوهنتون کې منځلارى اسلامپالى استاد و.

دا په دوو لسيزو کې لومړى ځل دى چې په سوماليا کې دا ډول رايې اچول کېږي.

تلونکي ولسمشر شريف شيخ احمد د ټاکنو نتيجې ومنلې او گټونکي ته يې مبارکي ورکړه.

په سومالیا کې د بي بي سي خبریال علي حلني وايي، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې ښيي چې ښاغلی محمود ۱۹۰ رایې خپلې کړې، خو د هغه ټاکنیز سیالشریف شیخ احمد بیا ۷۹ رایې وګټلې.

حسن شیخ محمود د سولې او پرمختګ په نامه د یوه ګوند مشر هم دی.

له ټاکنیزو سیالیو ولسمشرۍ ته ولاړ لومړی وزیر عبدالولي محمد علي او سوداګر عبدالقادر عصبلي ووتل.

د ۱۹۹۱ کال له کورنیو جګړو راهیسې سومالیا یو داسې مرکزي حکومت نه درلود، چې د دغه هېواد پر ټولو سیمو واک ولري.

د سومالیا په کورنیو جګړو کې لسګونه زره وګړي وژل شوي.

پارلمان

دا ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی، چې د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې تېره میاشت محمد عثمان جواري د پارلمان رییس وټاکل شو.

د پارلمان ریاست ته ډاکټر علي خلیف غلیز هم ځان نومولی و، چې بیا وروسته په شا شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .