د اسلام مخالف فلم په ضد احتجاج دوام لري

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391
film protest

له مصر نه پیل شوې مظاهرې په ټوله عربي نړۍ کې خپرې شوې

په عربي نړۍ کې د امریکا ضد مظاهرو له پراخېدو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي، د هغو امریکایانو د امنیت خوندي کولو لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي، چې له متحده ایالاتو بهر مېشت دي.

اوباما د نړۍ له حکومتونو هم غوښتنه کړې چې باید په خپلو هېوادونو کې د مېشتو امریکایانو امنیت خوندي کړي، ځکه د ده په وینا دا يې مسوولیت دی.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلرې کلینټن دغه فلم غندلی او دا يې د کرکې وړ غلط اقدام بللی.

په مصر کې د دغه فلم د ځینو برخو له لیدل کېدو وروسته له دغه هېواد نه پیل شوې مظاهرې په ټوله عربي نړۍ کې خپرې شوې.

له یو شمېر هېوادونو څخه داسې رپوټونه هم رسېدلي دي، چې د پولیسو او مظاهره کونکو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

د یاد فلم په ضد د مظاهرو په لړ کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د مظاهره کونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب شوی.

بل لور ته په یمن، مصر، مراکش، سوډان او تونېس کې هم د دغه فلم پر ضد مظاهرې شوي.

په تونېس کې مظاهره کونکو د امریکا سفارت ته د ننوتو کوښښ کړی.

په ایران، بنګله دېش او عراق کې هم مظاهرې شوي او د امریکا بېرغ ته اور ورته شوی.

په امریکا کې چارواکو ویلي هڅه کوي چې معلومه کړی، په لیبیا کې د متحده ایالاتو په سفارت د برید تر شا د توندلارو کوم پلان و او که دا یوازې د فلم په ضد د احتجاج کونکو د خپګان پایله وه.

په لیبیا کې د دغه برید او وژنو له امله یو شمېر کسان نیول شوي دي. په یمن کې مظاهره کونکي په پلازمېنه صنعا کې د پولیسو له خنډونو واوښتل او د امریکا سفارت ته له ننوتو وروسته يي د امریکا بېرغ ته اور ورته کړ.

پولیسو د مظاهر کوونکو د کابو کولو لپاره ډزې وکړې، خو انګړ ته د هغو د ننوتو په مخنیوي کولو بریالي نه شول.

په دې پېښه کې ډېر کسان ټپیان شول، خو وروسته پولیسو دوی خپاره کړل.

د یمن په صنعا کې عیني شاهدانو وویل چې مظاهر کوونکو یو شمېر ګاډي هم وسوځول.

"امریکا د دغه فلم مواد او له دې نه خپورشوی پیغام په کلکه ردوي. خو د دې فلم پر بنسټ باید تشدد ونه شي."

هیلري کلینټن

د سې شنبې په ورځ د لیبیا په بن غازي ښار کې مظاهره کونکو د امریکا د قونسل ګرۍ پر ودانۍ برید وکړ.

په دې برید کې د ۱۰ لیبیایانو په ګډون د امریکا قونسل او درې تنه نور امریکایان ووژل شول.

بل لور ته په مصر کې درېیمه ورځ هم د امریکا د سفارت مخ ته مظاهرې وشوې.

مظاهره کونکو له خپل هېواد څخه د امریکا د سفیر شړلو غوښتنه کوله.

پولیسو د مظاهره کونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی او مظاهره کونکو پولیس په ډبرو وېشتلي.

په مصر کې روغتیايي کارکونکي وايي د دې مظاهرو په بهیر کې ۲۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي له تشدد نه د لاس اخیستو غوښتنه کړې او ویلي يې دي، چې په ټوله عربي نړۍ کې غصه خپره شوې ده.

خو نوموړي د ټولو بهرنیانو او سفارتونو د خوندي ساتلو ژمنه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .