کندهار ته د تښتول شوې الوتکې تښتونکى ونيول شو

د خپريدو وخت: 16:38 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

په ١٩٩٩ کال کې د هند يوه مسپار وړونکې الوتکه اورپکو وتښتوله او کندهار کې يې کښته کړه.

هندي چارواکي د هغه اورپکي د نيولو خبر ورکوي چې په ١٩٩٩ کال کې يې سپرلۍ وړونکې الوتکه وتښتوله او د طالبانو د واکمنۍ مرکز کندهار کې يې تر کښته کولو وروسته خپل زندانيان خوشې کړل.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليس وايي هغه مهم اورپکى يې نيولى چې په ١٩٩٩ کال کې يې يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه تښتولې او په کندهار کې کښته کړې وه.

معراج الدين چې شفري نوم يې جاويد احمد و د کشمير په سوېل ختيځ کې نيول شوى دى.

هندي پوليس وايي دغه کس په دې وروستيو کې له پاکستانه د نيپال له لارې هند ته راغلى و چې د دوى په وينا د اورپکو بريدونو لپاره ځوانان وگماري.

په ١٩٩٩ کال کې د هند يوه مسپار وړونکې الوتکه چې له ډيلي د نيپال کتمندو ته روانه وه او ١٨٠ سپرلۍ په کې وې اورپکو وتښتوله.

الوتکه د افغانستان کندهار کې کښته شوه چې هغه وخت د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز و.

د الوتکې تښتونکو د خپلو نيول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره له هندي چارواکو سره هغه وخت خبرې پيل کړې.

هند د سپرليو په بدل کې درې کشميري نيول شوي اورپکي خوشي کړل خو د الوتکې پنځه تښتول شوي وسله وال کسان ونه نيول شول.

د ١٩٩٩ کال د دسمبر په ٢٤ نېټه اى سي ٨١٤ سپرلۍ وړونکې الوتکه تښتول شوې وه د سپرليو د خوشې کولو لپاره د هغه وخت د هند د بهرنيو چارو وزير اړ شو چې کندهار ته ورشي.

هند د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژاندۀ او پر هغوى يې شک کاوۀ چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى او الوتک تښتونکو ته هم خوندي لاره ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .