د مصر مخکنی لومړی وزیر د فساد په تور بندي شو

د خپريدو وخت: 10:09 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391
احمد نظیف

تېر کال هم، احمد نظيف په یوه کال تعلیقي بند محکوم شوی و.

یوې مصرۍ محکمې د دغه هېواد مخکنی لومړی وزیر احمد نظيف د فساد په ټور په درې کاله بند محکوم کړ.

ښاغلی نظيف له ۲۰۰۴ د تېر کال تر پاڅونونو پورې د مصر لومړی وزیر و.

پر نوموړي د فساد له اړخه د ۹۰۰۰۰۰ پونډو د فساد تور دی.

تېر کال هم، احمد نظيف په یوه کال تعلیقي بند محکوم شوی و.

پر ده تور دی، چې په ناقانونه توګه یې سوداګریزې معاملې کړي دي.

احمد نظيف د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ د کابینې د هغو کسانو له ډلې دی، چې د بند سزا ورکول کېږي.

نوموړی وروسته تر هغه، چې د تېر ۲۰۱۱ په جنورۍ کې یې خپله دنده پرېښوده، ونیول شو.

تر ده وړاندې یو شمېر مصري مخکني چارواکي د مظاهره کوونکو د قصدي وژنې په تور محاکمه او نیول شولي دي او یا هم د فساد تور پرې لګېدلی دی.

حسني مبارک هم په تېر جون کې د محکمې له لوري په عمري بند محکوم شو.

پر هغه هم د مظاهره کوونکو د وژنې د امر ورکولو تور دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .