پاپ د مذهبي تندلارۍ ختمول غواړي

د خپريدو وخت: 06:04 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391
پاپ

پاپ ۱۶ د عرب سپرلي هرکلی وکړ، خو مسیحیانو ته یې ډاډ ورکړ.

د کاتوليکو مسيحيانو مشر پاپ بنديکت په لبنان کې څنگ پر څنگ د مسلمانو او مسيحي ټولنو شتون وستايه او وويل دا د منځني ختيځ لپاره يوه ښه بېلگه کېداى شي.

پاپ د سولې اپيل وکړ او ټولو مذهبونو کې د تندلارۍ او سخت دريځۍ غندنه وکړه.

پاپ دا څرگندونې لبنان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې کولې.

په تېرو ١٥ کلونو کې لبنان ته دا د پاپ لومړى سفر دى.

۱۶پاپ بندیکټ د د جمعې په ورځ په منځني ختيځ کې پاڅونونه مثبت وبلل.

پاپ داسې مهال لبنان ته خپل تاریخي سفر کړی، چې په سیمه کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د سپکوونکي فلم په غبرګون کې لاریونه وشول.

په څه باندې شلو اسلامي هېوادونو کې ددغه فلم پرضد مظاهرې وشوې، چې ځينې یې تاوتریخجنې هم وې.

په داسې حال کې چې زرګونه کسانو د لبنان په طرابلس کې مظاهرې وکړې او له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان هم شول، خو ځینې نورو بیا د پاپ تود هرکلی وکړ.

تر دې مخکې په ۱۹۹۷ کال مخکني یوحنا دویم پاپ لبنان ته سفر کړی و.

پاپ بیروت ته تر رسېدا وروسته وویل، د عرب پسرلی مثبت پایلې ورکوي، چې په وینا یې نوموړی د لا نورې دیموکراسۍ، ازادۍ او همکاري غوښتونکی دی.

هغه زیاتوي "د ازادۍ چیغه د ټولو د هرکلي وړ وګرځېده، په ځانګړې توګه زموږ مسیحیانو له لوري."

دا لومړی ځل دی چې د واتیکان پاپ د عربي پاڅونو په اړه خپل رسمي غبرګون اعلانوي.

څېړونکي وايي، چې په سیمه کې، په تېره بیا مصر کې واک ته د اسلامپالو تر رسېدا وروسته د سیمې د عیسویانو اندېښنه ډېره شوې ده.

خو مصري ولسمشر د ولسمشرۍ له لوړې کولو وروسته مصري قبطیانو ته ډاډ ورکړ چې د مور او میرې چلند به نه ورسره کېږي او هغوی یې خپل مصري وروڼه وبلل.

غټه تېروتنه

پاپ لبنان ته له رسېدا وروسته په سیمه کې د سوله ییزو هڅو غوښتنه وکړه او سوریې ته یې د وسلو استول یوه لویه تېروتنه وبلله، چې په وینا یې د سیمې هر ځورېدونکي ته دعا کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .