روحي فشار درباندې دى، تيلي فون يې درته وايي

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

کله مو فکر کړى چې روحي فشار له څه در پيدا کيږي؟

کله مو فکر کړى چې روحي فشار له څه در پيدا کيږي؟ گاډى مو په ترافيکي گڼه گوڼه کې بند شوى، داسې بل څه شوي چې نه يې په حل لاره خبر ياست او نه هم په دې پوهېږئ چې ولې له داسې حالت سره مخامخ شوي ياست؟

ښايي په دفتر کې مو ریيس قهروړى وي، يا مو په کور کې مېرمن يا خواښې څه ويلي وي چې اوس مو پرې ټنډه خړه ده.

داسې نوي گرځنده تيلي فونونه بازار ته راوتونکي دي چې پر تاسو د روحي فشار حالت درته څرگندوي.

د نيو ساينس مجله په يوۀ رپوټ کې وايي چې ساينس پوهان د داسې سافټ وېر په جوړولو بريالي شوي چې په غږ کې د روحي فشار څرکونه ثبتوي.

د سټرېس سېنس يا د روحي فشار موندونکي په نامه جوړه شوې دغه اله به په تيلي فونونو کې ځاى پر ځاى کيږي چې د کاروونکي غږ ثبت کړي او بيا ورته ووايي چې کله پرې روحي فشار دى.

د تيلي فون کاروونکي بايد لومړى د درو دقيقو يو متن ولولي، شرط دا دى چې دغه وخت به کاروونکی ډېر ارام او له فشارونو لېرى وي.

دغه غږ به تيلي فون ورسره ساتي او هغه محک به وي چې په راتلونکي کې د روحي فشار زياتېدا او کمېدا کچه پرې څرگنديږي.

خو لومړى خپله پر همدغه درو دقيقو ثبت شوی غږ تيلي فون کار کوي.

د امريکا د کلفورنيا سانتا کارلا شرکت هانگ لو د نيو ساينس مجلې ته ويلي دي چې د روحي فشار معلوونکې اله يې په خونه کې دننه او د باندې غږونو ته پام کوي او د انسان د غږ لوړېدا او نورو لوړو ژورو ته يې ټينگ غوږ نيولى وي.

د ازموينو په ترڅ کې دوى ته څرگنده شوې ده چې په خونه کې دننه د روحي فشار څرگندول يې په سلو کې ٨١ سم و او د باندې بيا ٧٦ فيصده دقت ليدل شوى دى.

هانگ لو وايي هيله يې دا ده چې دغه ډول اله به په انسانانو کې د ورځنيو روحي فشارونو په برخه کې معلومات ډېر کړي.

دى وايي دغه روحي فشار د گڼو ناروغيو سبب کيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .