حزب الله د امریکايي فلم ضد مظاهرو غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
حسن نصرالله

حسن نصرالله خپلو ملاتړو ته وويل اړتيا ده چې نړۍ د دوى قهر وويني.

د لبنان د حزب الله ډلې مشر په امريکا کې د جوړې شوې هغې اسلام ضد ويديو په وړاندې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انځورولو له امله يې د مسلمانانو غوسه را پارولې، د يوې اوونۍ احتجاج غږ کړى.

حسن نصرالله خپلو ملاتړو ته وويل اړتيا ده چې نړۍ د دوى قهر وويني.

لږ وړاندې د هالند په امستر دام او د سويدن په کوپن هاگن ښارونو کې د امريکا د سفارتونو په وړاندې احتجاجونه وشول.

ددغو لاریونونو لړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې تر مظاهرو کولو وروسته اروپايي هېوادونو ته هم وغځېده.

نصرالله خپلو پلویانو ته ویلي، نړۍ غواړي چې د حزب الله غوسه وویني.

د ویلو ده چې د لبنان په شمالي طرابلس ښار کې وړاندې هم ددغه فلم پرضد پراخ لاریونونه وشول.

په دغه ښار کې ډېری اوسېدونکي وګړي سني مذهبه دي.

په مظاهرو کې اړدوړ هم وشو، چې لږترلږه یو کس په کې ووژل شو او ۱۴ نور ټپیان شول.

تاوتریخوالی وروسته تر هغه ډېر شو، چې لاریون کوونکي اسلام پالي له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شول او یوه امریکايي رستورانت ته یې اور ورته کړ.

حسن نصرالله پخپله وینا کې –چې پر تلوېزیون هم خپره شوه- ویلي چې "سبا ته د پراخ لاریون بلنه درکوو، ټیک د مازدیګر پر پنځو بجو به جنوبي سیمې ته راوځو."

هغه دا هم وویل چې: "مسلمانان او مسحیان باید ددې فتنې پایلو ته وګوري، او باید ددغه فلم جوړونکي محاکمه شي."

"د تېرې یکشنبې په ورځ زرګونه مسلمانانو د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ددغه فلم پرضد مظاهرې وکړې."

نصرالله ویلي چې دا کار د امریکايي استخباراتو په لمسون او هڅونې شوی دی.

د حزب الله مشر د لبنان په ځینو نورو ښارونو کې هم د ورته لاریونونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

وړاندې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عدنان منصرو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د عربي ټولنې مشر نبیل العربي سره یې خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې پر دې موضوع غونډه وکړي.

د ویلو ده چې لبنان د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د اوسنۍ دورې مشري پرغاړه لري.

د تېرې یکشنبې په ورځ زرګونه مسلمانانو د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ددغه فلم پرضد مظاهرې وکړې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .