په چین کې جاپان ضد مظاهرو زور اخیستی

د خپريدو وخت: 09:24 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
په چین کې جاپان ضد مظاهرو زور اخیستی

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېټا وايی د چاپان په خاوره کې د دفاعي سیستم په نصب کولو سلا شوې.

د چین په ختیځه بحري سیمه کې له شخصي څښتن څخه د جاپان له خوا د یو شمېر ټاپو ګانو د رانیولو پر سر لانجه پراخه شوې ده.

د دې ټاپو ګانو پر سر له څو میاشتو راهیسې د چین او جاپان تر منځ تاو تریخوالی موجود دی.

په دې لړ کې اوس په چین کې جاپان ضد مظاهرې شوې او د جاپاني کمپنیو په فابریکو بریدونه شوي دي. د دې مظاهرو په بهیر کې د ګاډو په جوړونکې جاپانۍ کمپنۍ ټویوټا او دغه راز د پاناسونیک کمپنۍ په دوو فابریکو بریدونه شوي دي.

چین په دا وروستیو کې په دغو ټاپو ګانو د څار لپاره شپږ بحري بېړۍ هم سیمې ته استولې وې. دغه ټاپو ګان په جاپان کې د سینکاکو او په چین کې د دیایو په نوم پېژندل کیږي.

بل لور ته د امريکا دفاع وزير ليون پنېټا چې اوس د جاپان په سفر بوخت دی، وايي دواړه هېوادونه په دې سلا شوي چې د جاپان په خاوره کې دفاعي سیستم نصب کړي.

پنیټا زیاته کړه: ''د امریکا متحده ایالاتو او جاپان داسې همکاري پیل کړې، چې پر مټ به یې په راتلونکې کې دغه هېواد ته یو بل راډار واستول شي.''

د ده په خبره: ''د دې کار هدف دا دی چې د جاپان د دفاع لپاره زموږ وړتیا پياوړې شي.''

د پنیټا په خبره، له دې کار نه بل هدف دادی، چې د امریکايي ځواکونو په استولو کې مرسته وکړي او دغه راز د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي د ګواښ پر وړاندې د امریکا خاوره وساتل شي.

خو کارپوهان وايي، د واشنګټن او جاپان په هغه ټینګار سربېره چې وايي دغه پرېکړه د چین پرضد نه ده، دغه کار د بیجینګ غوسه راپارولی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .