''سوري کړکېچ ختمولو ته څلور اړخیزه څارونکي وټاکئ''

د خپريدو وخت: 08:44 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391
علي اکبر صالحي

دغه ایراني وزیر ویلي چې د سوریې د کړکېچ هواري لپاره باید له سوله ییزو خبرو کار واخیستل شي.

د ایران په رسنیو کې راغلي چې دغه هېواد په قاهره کې د دوشنبې ورځې په ناسته کې وړاندیز کړی چې د سوریې د کړکېچ هواري لپاره باید د څلورو هېوادونو ګډ څارونکي ولېږل شي.

ایران وايي چې څارونکي باید د مصر، سعودي، ترکیې او ایران استازي وي.

د ایران ارنا رسمي خبري اژانس ویلي چې دا وړاندیز ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د قاهرې د اړیکو ډلې غونډې ته کړی دی.

وزیر دا غوښتنه هم کړې ده چې د اړیکو د ډلې راتلونکې غونډه دې تهران کې جوړه شي.

دغه ایراني وزیر ویلي چې د سوریې د کړکېچ هواري لپاره باید له سوله ییزو خبرو کار واخیستل شي.

صالحي د سوریې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی چې جګړه ودروي، او د سوله ییز حل لپاره کار وکړي او د هر راز بهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسي.

نوموړي دا هم ویلي چې د سوري کړکېچ لپاره مالي او پوځي سرچینې باید وچې شي.

ایران داسې مهال سوریه کې د سوله ییز حل لپاره غوښتنه کړې، چې پخپله تهران په سوریه کې د مخالفینو پرضد د حکومتي ځواکونو په پوځي او مالي ملاتړ تورن دی.

تېره میاشت ملګرو ملتونو سوریه کې د خپلو څارونکو دنده ودروله.

دغه سازمان سوریې ته په تېر اپریل میاشت کې نړیوال څارونکي استولي وو، چې پر څارونکو تر بریدونو وروسته یې د هغوی ماموریت ختم کړ.

ملګرو ملتونو وړاندې کوفي عنان د کړکېچ د هواري لپاره د استازي په توګه ټاکلی و، چې د پلان ته ناکامېدا وروسته یې بیا اخضر ابراهیمي ورته وټاکه.

د سوري ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ د ایران دریځ ټولې نړۍ ته ښکاره دی.

ایران د اړیکو د ډلې له درو نورو غړو هېوادونو سره تل د بشارالاسد په پلوي دریځ کې وي.

"ایران سعودي عربستان او ترکیې په سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو په پوځي ملاتړ تورنوي."

مصر، سعودي عربستان او ترکیه ټول د ولسمشر بشارالاسد د ګوښه کېدو غوښتنه کوي، او همدا د ارامۍ او سولې حل بولي.

د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې په سوریه کې د روان تاوتریخوالي له کبله تر ۲۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران سعودي عربستان او ترکیې په سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو په پوځي ملاتړ تورنوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل د قاهرې د تېرې دوشنبې ورځې ناستې ته نه وو ورغلی، او ویل کېدل چې نوموړی بهر کې عملیات شوی دی.

رپوټونه وايي سوریې ته نړیوال او عربي استازی اخضر ابراهیمي دغې غونډې ته ورغلی وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .