ايټاليايي محکمې د سي اى اې غړي پړۀ وبلل

د خپريدو وخت: 08:50 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

دا دوسيه د هغه چا په اړه ده چې د ابو عمر په نامه پېژندل کېږي.

د ايټاليا تر ټولو لوړې محکمې پر ٢٠٠٣ کال په ميلان کې د يوه مسلمان روحاني پر تښتونه د ٢٣ تورنو پړه تاييد کړه.

له يوه پرته نور دغه ټول امريکاييان د استخباراتو د مرکزي ادارې- سي آى اې (CIA)غړي وو.

دا قضيه چې پر ٢٠٠٧ کال پيل شوې وه، په نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ ده چې په کې، ها د چا خبره د "سي آى اې له خوا درېيمو هېوادو ته د تښتول شويو کسانو د بې ساري لېږد" مساله راځي.

په روم کې د بي بي سي خبريال آلن جانسټن په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

دا دوسيه د هغه چا په اړه ده چې د ابو عمر په نامه پېژندل کېږي.دى په ميلان کې تر تښتول کېدو وروسته، مصر ته استول شوى و.

ويل کېږي چې دى هلته تر پرېښودو دمخه، سم کړول شوى دى.

د سي آى اې دغو څه له پاسه ۲۰ غړو هر يوه ته د څو کلو بند سزاوې ور کړ شوې دي.

د هغو د استيناف غوښتنه هم اوس د ايټاليا تر ټولو لوړې محکمې رد کړه. تور به اوس پر خپل حال پاتې وي.

خو خبره دا ده چې دغه ټول امريکايان په غياب کې محاکمه شوي او داسې هیڅ نه برېښي چې کله دې هم زندان ته واچول شي.

خو که اروپا ته ورغلل، نو نيول کېږي. محکمې په دې قضيه کې د دوو ايټالويانو پړه هم تاييد کړې ده.

څارنوالي وايي دا سړي تښتونه د هغه پروگرام برخه وه چې په کې سي آى اې هغه کسان چې د ترهگرۍ شک يې پرې کاوه، بې له دې چې له هیڅ ډول حقوقي بهير څخه يې تېر کړي، له يوه هېواده بل ته لېږدول.

په ايټاليا کې دا محاکمه په نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ ده چې د دغه ډول هڅو له امله د دې استخباراتي ادارې پر غړو پلې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .