پاکستان کې د جنجالي فلم پر ضد مظاهرې پیل شوې

د خپريدو وخت: 10:01 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391
پاکستان

د پاکستان د دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان ټیلي کمیونکېشن اتهارټي(مخابرات) په پنځلسو ښارونو کې مبایل شبکې تړلې دي.

پاکستان کې د هغه جنجالي فلم په ضد چې په امریکا کې جوړ شوی او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوی شوی، احتجاجي مظاهرې بیا پیل شوې.

بل لور ته د پاکستان د دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان ټیلي کمیونکېشن اتهارټي(مخابرات) په پنځلسو ښارونو کې مبایل شبکې تړلې دي.

دپاکستان حکومت نن ورځ (یومِ عشقِ رسول) نومولې او په ټول هېواد کې يې د رسمي رخصتۍ اعلان کړی.

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د هغې سیمې د امنیت ساتلو لپاره چې سفارتونه په کې موجود دي، د دغه هېواد له پوځ نه مرسته غوښتې.

دغه سیمه ریډ زون بلل کیږي او له بهرنیو سفارتونو سره سره د د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ، د لومړي وزیر دفتر او ستره محکمه هم په همدې ځای کې دي.

بل لور ته په کراچۍ، لاهور او پېښور ښارونو کې د امریکا د کونسلګریو په لور غځېدلې لارې تړل شوې او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په کراچۍ کې د پنجشنبې له ماښامه راهیسې اړودوړ لیدل کیده او ښاریان د خوراک څښاک په رانیولو بوخت وو. د ښار په اکثر سړکونو د ګاډو سخته ګڼه ګوڼه ولیدل شوه.

پلازمېنې اسلام اباد ته په څېرمه راولپنډۍ ښار کې له سهار لسو بجو راهیسې مظاهرین سړکونو ته راوتلي دي.

له دې مخکې د پاکستان حکومت پرانټرنېټ د وېډيو خپرونې وېبپاڼه (يوټيوب) تړلې ده. په هغه اعلامیه کې چې په دې اړه خپره شوې وه، ويل شوي و دا ګام ځکه اخيستل شوی چې وېبپاڼې د سپکاوي توکيو لرې کولو په اړه د پاکستاني حکومت سپارښتنه له پامه غورځولې.

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د (ټيلي کميونيکشن) يا مخابراتو ادارې ته حکم کړی و، چې له انټرنېټ نه د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي فېلم لرې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .