واشنګټن د ګوانتانامو د ۵۵ بندیانو نومونه په ډاګه کړل

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

په بندیانو کې ویل کېږي چې پنځه د تونس، دوه د الجزایر او یو د المغرب دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ (سپتمبر ۲۱) په لومړي ځل د هغو ۵۵ بندیانو نومونه ډاګیزه کړل، چې نورو زندانونو ته یې لېږدول غواړي.

په دغو بندیانو کې ډېری د یمن دي، چې د ګوانتانامو د شااوخوا ۱۶۷ بندیانو ډېره برخه جوړوي.

دغه کسان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې له پېښو وروسته ۱۱ کاله ګوانتانامو کې بندیان دي.

په دغو بندیانو کې یو برتانوی، یو د کیوبا شاکر عامر، هم دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې لندن له واشنګټنه ددغه بندي د تسلیمولو غوښتنه کړې وه.

په بندیانو کې ویل کېږي چې پنځه د تونس، دوه د الجزایر او یو د المغرب دی.

د یوه یمني بندي وکیل ویلي چې د ګوانتانامو زندان نژدې درې برخې بندیان د یمن دي، چې له زندانه د لېږد په تړاو یې هوکړه شوې، خو واشنګټن یې خپلو هېوادونو ته استول نه غواړي.

سرچینه وايي، واشنګټن وېره لري چې د بندیانو په هېوادونو کې سیاسي نارامي ده، او هسې نه چې بندیان بېرته پوځي فعالیت ته مخه کړي.

په ۲۰۱۰ کال، امریکا د شاوخوا ۱۲۶ بندیانو د لېږد اعلان وکړ، چې ددغو بندیانو دوسې به له پوځ څخه عدلیې وزارت ته لېږدول کېږي.

له ۲۰۰۹ راهیسې، له ګوانتانامو زندانه ۲۸ بندیان خپلو هېوادونو ته استول شوي، خو ۴۰ نور بیا نورو هېوادونو ته لېږدول شوي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې سوزان نوسیل ویلي، دغه ۵۵ بندیان باید سم لاسي له ګوانتانامو راویستل شي او حقونو ته یې درناوی وشي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما واک ته د رسېدا پر دویمه ورځ په ډاګه وویل چې د ګوانتانامو زندان به تړي، خو نوموړی پخپل دې پلان کې پاتې راغی.

د بشري حقونو مدافع ټولنو د امریکا ددغه نوي ګام هرکلی کړی دی.

د امریکا د ازادیو د دفاع کمېټې ویلي دا کار باید په ډېر شفافیت ترسره شي.

بل خوا، د بښنې د نړیوال سازمان مشرې سوزان نوسیل ویلي، دغه ۵۵ بندیان باید سم لاسي له ګوانتانامو راویستل شي او حقونو ته یې درناوی وشي.

نوموړې وايي چې نامحدوده بندیخانه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، او دا عمل باید ژر تر ژره ودرول شي.

دغه سازمان ویلي، چې ددغو ۵۵ بندیانو نومونه باید رسنیو کې په بشپړه توګه خپاره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .