مرسي: مصر له ایران سره هېڅ ستونزه نه لري

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

ایران ته د مصري ولسمشر د سفر په تړاو د هغه د ملاتړو او مخالفانو پراخه غبرګونونه راوپارول.

د مصر ولسمشر محمد مرسي ویلي چې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د څلور اړخیزې ناستې له خوا د یوه حل په تمه دی.

نوموړي دا څرګندونې واک ته له رسېدا وروسته په لومړنۍ تلوېزیوني مرکه کې کړي دي، او وايي چې هېواد یې له ایران سره هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د سوریې د کړکېچ په هواري کې د ایران د غړیتوب په اړه ښاغلي مرسي وویل "غواړم چې ایران د سوریې د کړکېچ په هواري کې بې پرې واوسي؛ ځکه چې په سیمه کې اساسي لوبغاړی دی."

نوموړی زیاتوي: "له ایران سره موږ هېڅ ډول ستونزه نه لرو."

مصري ولسمشر دا هم ویلي د مصر ولس د فلسطیني مسالې ملاتړ کوي، او فلسطينیانو ته د هغوی له حقونو ورکولو پرته هلته په هېڅ ډول بشپړه سوله نه شي راتلی.

دی وايي "مصر د فلسطيني مصالحې د هڅو لپاره خپله لمن اچولې ده، چې یوه وروستي حل ته ورسېږي."

د کورنیو چارو په تړاو مصري ولسمشر ویلي چې د فساد پرضد به تر خپله وسه مبارزه وکړي، او هغه پیسې به بېرته هېواد ته راستنې کړي، چې مخکنیو چارواکو له هېواده ایستلې وې.

دی وايي که څه هم دا چاره ډېره ستونزمنه ده، خو ناممکنه هم نه ده.

محمد مرسي ویلي، د مصریانو د معاشونو د کمښت ستونزه ورته رسېدلې ده.

مصري ولسمشر بیا هم ټینګار کړی چې د فساد ختمولو لپاره به له هېڅ ډول عمل ځان دریغ نه کړي، او وايي چې مفسد کسان به د قانون مطابق مجازات کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .