نایجیریا پر کلیسا برید مرګه ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 14:10 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

دا برید د باوچي په نامه یوې سیمې کې شوی.

لږ تر لږه درې کسان مړه او ۴۸ نور د نایجیریا په شمال ختیځ ښار کې په يوه ځانمرګي برید کې ټپیان شوي دي.

دا برید د باوچي په نامه یوې سیمې کې شوی.

دا هغه سیمه ده ډېر کله د اسلام پالې ډلې بوکو حرام د بریدونو شاهده وي.

د دغه برید هدف د نایجیریا په شمال ختیخ، د باوچي په ښار کې د سېنت جانس کلیسا وه.

ځانمرګي خپل چاودېدونکي توکي هغه وخت له کلیسا د باندې وچول چې په کلیسا کې دننه کسان په عبادت بوخت وو.

له برید وروسته مرسته کوونکو مړي له سیمې وړي او ژوبل کسان يې روغتون ته لېږدولي دي.

د دې پېښې شکونه به بیا هم پر اسلام پالې ډلې بوکو حرام وي.

په دې وروستیو اوونیو کې پر کلیساوو بمي بریدونو زور اخیستی دی خو د دې کال په لومړیو میاشتو کې پر کلیساوو بریدونه هرې اوونۍ کېدل او همدې پرله پسې بمي بریدونو د نایجیریا د مسلمانو او عیسویانو تر منځ کړکیچ نور هم ډېر کړی.

د نایجیریا پوځ وايي د بوکو حرام ډله یې یو څه ځپلې او کمزورې کړې ده ځکه وايي د سر سر کسان يې یا ورته نیولي او یا هم وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .