مجاهدین خلق... له ترهګرۍ، له تور لیسته تر ایستلو پورې

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

برتانیا په ۲۰۰۸ کال د مجاهدین خلق د ترهګرو له لیسته وایستل، او بیا په دا بل کال اروپايي اتحادیې هم د برتانیا پر ګام پل کېښود.

اټکل دی چې امریکا متحده ایالتونه د ایران د مجاهدین خلق ډله تر ۱۵ کلن بندیز وروسته، په څو ورځو کې د ترهګرو ډلو له لیسته وباسي.

دا ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه د لوېديځ او ایران ترمنځ، او د اسراییلو او ایران ترمنځ لفظي جګړه په پراخېدا ده.

پر ایران په سوریه کې د روان کړکېچ د پراخولو پړه هم اچول کېږي.

واشنګټن په ۱۹۹۵ کال د مجاهدین خلق ډله د ترهګرو ډلو په لیست کې راوستله، چې دغه ډله اصلي مرکز په عراق کې لري، او د ایراني حکومت ضد وسله وال فعالیتونه کوي.

یوه امریکايي چارواکي ويلي چې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن یوه داسې فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د خلق مجاهدین له تور لیسته وباسي، چې په روانه اوونۍ به په رسمي توګه اعلان شي.

واشنګټن منلې ده چې دغه ډله د ترهګرو ډلو له لیسته په شرطونو وباسي، یو دا چې د عراق له شمال ختيځ دیالي ولایت څخه د خپلو درو زرو وسله والو کمپ بل ځای ته ولېږدوي.

د امریکا یوې استیناف محکمې وزیرې ته د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې نور مهلت ورکړی، چې په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

برتانیا په ۲۰۰۸ کال د مجاهدین خلق د ترهګرو له لیسته وایستل، او بیا په دا بل کال اروپايي اتحادیې هم د برتانیا پر ګام پل کېښود.

رپوټونه وايي چې د مجاهدین خلق ملاتړو او خواخوږو د ایراني چارواکو د سیاسي مخالفانو په همکارۍ سلګونه زره ډالر لګولي، چې خپل نوم له تور لیسته وباسي.

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، چې د نیویارک مخکني ښاروال رودولف جولیاني ته ددې موضوع پر سر ۲۵ زره ډالر، د عدلیې مخکني وزير رامسي کلارک ته ۴۰ زره ډالر ورکړي دي.

مجاهدین خلق مخکې ویلي وو چې له وسله وال عمل یې لاس اخیستی، او اوس له سوله ییزو لارو په ایران کې د واکمن نظام د بدلون هلې ځلې کوي.

مخکې، دغه ډله د امریکا پر ځینو دپلوماتیکو بنسټونو د بریدونو پړه ګڼل کېده، خو ملاتړي یې وايي چې واشنګټن په ۱۹۹۷ کال دغه ډله له دې کبله په تور لیست کې راوسته، چې له ایران سره یې مقاربت اونژدېوالی درلود.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .