طالبان: د تورنو پوځيانو محاکمه سمبولیکه ده

د خپريدو وخت: 05:12 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

د پېښې په اخیستل شوې او خپره شوې وېدیو کې یو امریکایی پوځي خپلو ملګرو ته وايي چې "ملګرو، ښه ورځ ولرﺉ."

افغان حکومت د امریکا د سمندري ځواکونو د هغه عمل ملاتړ کړی چې وايي خپلو هغو دوو سرپړکمشرانو ته به انضباطي سزا ورکړي چې په افغانستان کې یې د وژل شويو کسانو مړو ته سپکاوی کړی دی.

د افغانستان ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "موږ د عدالت ته د ټولو هغو کسانو د راکاږلو ملاتړي یو، چې ناقانونه عمل یې کړی دی."

بل خوا، طالبانو ویلي چې دغو تورنو پوځيانو ته یوازې انضباطي سزا کافي نه ده.

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "دا ځان ته د رسنیو د پام اړولو یو سمبولیک عمل دی. دغو پوځيانو جنګي جنایت کړی دی، چې باید شدیده سزا ورکړل شي."

"دوی نه یوازې تېروتنه کړې ده، بلکې نړیوال جرم یې کړی دی."

امریکا

سرپړکمشران جوزف چمبلین Joseph Chamblin او اډوارډ ډېپتولا Edward Deptola په دنده کې د ناغېړۍ له تور سره هم مخامخ دي.

له واشنګتن نه زموږ خبریال ادم بروکس په دې اړه دا ریپوټ رالېږی دی:

د متحده ایالتو دغه سمندري ځواکونه د تېر کال په دوبي کې په افغانستان کې د یاغیانو پر ضد په عملیاتو بوخت وو.

د هغوی د یوې ډلې فلم په داسې حال کې اخیستل شوی چې ولاړ دي او د وژل شویو کسانو پر مړو باندې میتیازې کوي او ښادۍ کوي.

دا وېډیو پر انټرنېټ خپره شوه چې ورپسې بیا اوږدې پلټنې او تحقیقات پیل شول.

دغه دوه پړکمشران په پېښه کې د خپلې ونډې له امله د امریکا د پوځي قانون په ماتولو تورن دي.

پر دوی باندې همدا راز تور دی چې تر خپلې قوماندې لاندې کسان یې سم نه دي څارلي او د هغو د ناسمو کارونو په اړه یې خپلو مشرانو ته ریپوټ نه دی ورکړی.

د سمندري ځواک درېو نورو پوځیانو ته په دغه پېښه کې د هغوی د ونډې له امله لا له وړاندې انضباطي سزا ورکړل شوې ده.

دغې پېښې د امریکا په دفاع وزارت کې نهیلي رامنځ ته کړه او سمندري ځواکونو ته یې شرم ور واړاوه.

د تېر اګست پر ۲۷ د امریکا سمندري ځواک وویل چې د تورنو له ډلې درو یې د وېدیو په تړاو تور منلی دی، خو سزا یې هومره نه ده، چې جنايي محاکمې ته راکاږل شي.

"امريکا شاوخوا ۲۰۰۰۰ سمندري ځواکونه افغانستان ته استولي، چې ډېر يې په کندهار او هلمند ولايتونو کې دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ټولټال شمېر ۹۰۰۰۰ ته رسېږي."

د امریکا سمندري ځواک وايي، پېښه د ۲۰۱۱ د جولای پر ۲۷مه په سوېلي ولایت هلمند کې د طالب جنګیالیو د چاڼيزو عملیاتو پر مهال شوې ده.

د پېښې په اخیستل شوې او خپره شوې وېدیو کې یو امریکایی پوځي خپلو ملګرو ته وايي چې "ملګرو، ښه ورځ ولرﺉ."

پر انټرنېټ ددغې وېدیو تر خپراوي څو ورځې وروسته یوه افغان سرتېري پر هغو فرانسوي سرتېرو ډزې وکړې او پنځه پوځیان یې ووژل ۱۵ نور یې ټپیان کړل، چې افغان سرتېرو ته یې پوځي روزنه ورکوله.

تر هغه وروسته دا ډول بریدونه زور واخیست، چې د روان ۲۰۱۲ کال له پیله تر اوسه د افغان پوځيانو په یونیفورم کې د برید کوونکو له لوري په ډزولږترلږه ۵۱ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

امريکا شاوخوا ۲۰۰۰۰ سمندري ځواکونه افغانستان ته استولي، چې ډېر يې په کندهار او هلمند ولايتونو کې دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ټولټال شمېر ۹۰۰۰۰ ته رسېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .