اوباما: د اسد نظام باید پایته ورسېږي

د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391
اوباما

اوباما: ''ایرانی حکومت دمشق کې د دکتاتور ملا تړي او بهر کې ترهګر پیاوړي کوي.''

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د سوري نظام پر ړنګېدو ټینګار وکړ.

نوموړي پر ایران هم غږ وکړ چې د سوریې د واکمن دکتاتور نظام او بشارالاسد له ملاتړه ډډه وکړي.

بارک اوباما د خبرو پرمهال په لیبیا کې د وژل شوي امریکايي سفیر د قاتلینو موندلو کلک هوډ هم وښود.

اوباما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې د سوریې واکمن نظام په لوی لاس خپل ولس او خلک وژني، چې دا لړۍ باید ودرول شي او په وینا یې د "نوي سهار" په پیلېدو باید واکمن نظام ړنګ شي.

امریکايي ولسمشر وویل "د سوریې راتلونکی باید د یوه داسې دکتاتور په لاس کې نه وي، چې د خپل ولس پر غاړه چړه راکاږي، نن په سوریه کې د ماشومانو د ځورونې موضوع ټولۍ نړې ته بربنډه شوه، او لاهم واکمن نظام پر استوګنیزو سیمو بمبارۍ کوي.

نوموړي وویل، که چېرې سوري نظام خپل وحشي عمل ته دوام ورکړي، شاید نور بندیزونه پرې ولګول شي.

د لږکیو حقونه

بارک اوباما په سوریه کې د توکمیز تاوتریخوالي د پیلېدو وېره وښوده، او پر ټولو ښکېلو غاړو یې غږ وکړ چې د لږکیو حقونو ته پام وکړي او د هغو کسانو ترڅنګ ودرېږي چې د یوه موټي هېواد جوړېدل غواړي.

هغه پر ایران تور پورې کړ چې ګني د بشارالاسد ملاتړ کوي، چې په وینا یې د ایران حکومت "په دمشق کې د دکتاتور ملا تړي او بهر کې ترهګرۍ ډلې پیاوړې کوي."

د ایران د اتومي پروګرام په اړه اوباما وویل چې دا ستونزه باید په سوله ییز ډول حل شي، خو ویې ویل چې دپلوماتیکو هڅو ته اوس وخت نه دی پاتې.

هغه وویل چې هېواد یې د ایران د اتومي هڅو په بندولو کې پر هېڅ کومه طریقه سرپه نه کوي.

بارک اوباما په امریکا کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي فلم خپرول د شرم خبره وبلله، خو وویل چې په دې عمل سره باید تاوتریخوالي ته توجیه ونه موندل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .