احمدي نژاد: لوېديځ پر اټوم نړۍ ترهوي

د خپريدو وخت: 00:49 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر لوېدیځ د اټومي ترهولو تور ولګاوه

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر لوېديځ د اټومي ترهولو تور ولگاوه.

هغه د ملگرو ملتو عمومي غونډې ته وينا کوله چې برېښي وروستۍ به يې وي.

هغه وويل چې لوېديځ پر نړۍ خېټه اچولې او هرڅه يې په خپلو منگولو کې نيولي دي.

د هغه د غږېدو پر مهال د کاناډا پلاوى له تالاره ووت او امريکايي استازي له لويه سره نه وو ورغلي.

احمدي نژاد، په خپله وينا د گڼ وژونکو وسلو په تړاو د لوېديځ دريځ دوه گونى وباله او و يې غانده.

د کوم هېواد د نامه له مخامخ يادونې پرته، ولسمشر احمدي نژاد اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي د مخنيوي لپاره د اسراييلو له خوا د بريد گواښ او په همدې تړاو د امريکا فشارونو ته د هغه څه د يوې برخې په گوته ونيوله، چې ده "د لوړتيا غوښتونکو ځواکونو د وسلو سيالي" وبلله:

"د خورا نويو وسلو د وروستيو بڼو ازمويل او پر خپل وخت د دغو وسلو برسېره کول، د هېوادو خلاف د دې لپاره د گواښ د يوې ژبې په توگه کارول کېږي چې د لوړتيا غوښتنې د يوه پړاو منلو ته يې اړ باسي. د بې کلتوره صهيونستانو له خوا پرله پسې گواښونه چې زموږ پر ستر هېواد د بريد لپاره کېږي، د دې تريخ واقيعت روښانه بېلگه ده. پر نړيوالو اړيکو د بې باورۍ سيورى پروت دى، خو داسې کوم باوري او عادلانه بنسټ نشته چې نړيوال کړکېچونه غوڅ کړي. هيچاته، آن هغوى ته هم چې زرگونه اټومي بمونه او نورې وسلې يې په خپلو زېرمو کې راټولې کړي، ځانونه خوندي نه ايسي."

محمود احمدي نژاد د ملگرو ملتو تر عمومي غونډې دمخه د يوه داسې نوي نړيوال نظم د رامنځ ته کېدو غوښتنه هم کړې وه چې د ده په وينا د امريکا د ځورونې او برلاسۍ ځاى ونيسي.

ښاغلي احمدي نژاد په يوه مرکه کې ملگرو ملتونو ته د ولسمشر اوباما په پرونۍ وينا کې د ياد شوي هوډ ځواب ووايه چې په هره وسيله له اټومي وسلو څخه د ايران د راستنولو لپاره اورول شوى و:

"اوس په نړۍ کې د لومړنيو ټولگيو زده کوونکي هم پوهېږي چې د امريکا حکومت د ځورونې يوه نړيواله تگلاره غوره کړې چې خورا روښانه ده. دوى د ميکروفونو تر شا قوماندې ورکوي. دوى قوماندې ورکوي او خپلې ارادې پر نورو تپي چې کوم څيزونه څه ډول ترسره کړي. فکر نه کوم چې دا چلند او دا کړه وړه دې د دوام وړتيا ولري. فکر کوم چې د امپراتوريو نظام اوس د خپلې لارې وروستۍ برخې ته رسېدلى دى. نړۍ نوره نه شي کولى د امپراتورانو قوماندې ومني."

سره له دې چې ښاغلي احمدي نژاد بيا بيا د لوېديځ له خوا د افغانستان او عراق د نيونې په څېر مسالې يادولې، خو د خبرو بڼه يې تر پخوا آرامه وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .